Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن په بن کې د افغانستان په هکله نړیوال کانفرانس جوړيږي

بن (پژواک ۱٤ ليندۍ ٩٠):نن د جرمني په بُن ښار کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړيږي چي د ۸۵ هيوادونو او ۱۶ نړيوالو موسسو ١٠٠٠ استازي به پکې ګډون ولري.

په دغه کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره پر روغې جوړې خبرې وشي.

ياد کنفرانس به نن د المان په وخت د سهار په نهو بجو پيل شي او د مازيګر تر شپږو بجو به دوام وکړي، چې مشری به يې افغان ولسمشر حامد کرزى کوي.

ولسمشر حامد کرزی به د المان صدراعظمي  مېرمن انګيلا مېرکل  سره يو ځای د بن  دويم کنفرانس پرانيزي.

ميرمن مرکل ويلي د بن په کنفرانس کې به کوښښ وکړي چي د نړۍ او سيمي هيوادونه په دې قانع کړي چې سوله ييز او باثباته افغانستان د هغوی په ګټه دی.

تردې مهاله  په کنفرانس کې د ګډون په موخه د بېلابېلو هېوادونو استازي چې اکثره يې د بهرنيو چارو وزيران دي بن ته رسيدلي دي .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره به په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي .

پاکستان وروسته له هغه په بن کنفرانس کې د نه ګډون پرېکړه وکړه چې  تېره اونۍ ډيورنډ پولې ته څېرمه د ناټو الوتکو په بريد کي يې ۲۴ عسکر ووژل شول.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې، هېلري کلنټن، پر پاکستان غږ کړی چي د افغانستان په اړه په بُن کې په جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.

کلنټن د پاکستان د لومړي وزير، يوسف رضا گيلاني، سره په دې هکله ټليفوني خبري کړى، خو پاکستان لا هم پر خپل پخواني دريځ ولاړ دى.

همداراز د ايران د بهرنيو چارو وزير هم ياد کنفرانس ته نه راځي او يواځې په ټيټه کچه يو هيئت راليږلى دى.

په غونډه کې د ګډون په موخه د ملګرو ملتونو مشر بانکې مون او د نړۍ د اسماعيله ډلې مشر کريم اغاخان پرون ماسپښين بُن ته رسېدلى.

افغان ولسمشر حامد کرزى د يوه لوړ پوړی  هيئت په مشرۍ تر کنفرانس درې ورځې وړاندې بن ته رسېدلى .

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسی زی په جرمني کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له افغانستان څخه بُن ته په راغلي هيئت کې  ۶۵ تنه ګډون لري چې ١١ يې ښځې دي.

هغه وويل د ټولو هغو هېوادونو استازي چې زياتره يې د بهرنيو چارو  وزيران دي بُن ته رارسيدلي.

موسى زي زياته کړه  چې د افغانستان لپاره د بن په دويم نړيوال کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د کنفرانس هغه سند نهايی شوي ، چې ټاکل شوې ده د دې کنفرانس په پاى کې تصويب شي.

د بن د دويم کنفرانس په اړه  د المان د بهرنیو چارو وزير ګيدو ويستر ويله ویلی چې نړيواله ټولنه د افغانستان په تاريخ کې يو نوي پړاو ته دا خليږي.

ويسټر ويله زياتوي چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې روښانه پيغام دا دى چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم يې هم يوازي نه پريږدي.

 ويسترويله وويل، چي نړيواله ټولنه به له افغانستان سره خپله اوږد مهاله ملګرتيا وساتي او له دغه هیواد سره به په بېلا بېلو برخو کي مرستو ته دوام ورکړي. 

د افغانستان په اړه د بُن تر لومړي کنفرانس لس کاله وروسته، اوس دغه ښار يو ځل بيا د ددې هېواد په اړه د دويم ستر او مهم کنفرانس کوربه دى.

ياد کنفرانس به په بنُ ښار کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه په هغه سيمه کې ترسره شي چې د نړۍ د کنفرانسونو د مرکز په نامه ياديږي.

د دغه ځای د تاريخي ارزښت له امله افغانان او نړيواله ټولنه هيله لري چي يو ځل بيا په دغه ښار کې د افغانستان په اړه مهمي پريکړي وشي.

 په بن ښار، کې ددې تر څنگ چي هر وخت پکې ستر نړيوال کنفرانسونه جوړيږي، په اروپا کي د ملگرو ملتونو عمومي دفتر او د المان يو شمېر وزارتونه او د لويو شرکتونو مرکزونه هم په دې ښار کې دي.

پر دې سربيره د راين سين د بن ښار ته ځانګړي ښکلا وربخښلې ده، دا ښار تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته تر ۱۹۹۰ميلادي کاله پوري د لويديځ المان پلازمېنه وه.

وروسته تر هغه چي په ۲۰۰۱ کال کي د نړيوالو ځواکونو لخوا د طالبانو رژيم ړنګ شو د المان په پخوانۍ پلازمېنه بن کې د پيترسبرګ په ماڼۍ کي يو نړيوال کنفرانس جوړ شو.

د افغانستان په اړه د بن په لومړي کنفرانس کي د بيلابيلو افغاني ډلو تر څنگ د ډيرو نورو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو هم ګډون وکړ چې مشري ې د ملگرو ملتونو سازمان کاوه او د افغانستان د راتلونکي له پاره يو نوی چوکاټ جوړ کړ.

د بن د لومړي کنفرانس څخه وروسته  د افغانستان په اړه اته نور  کنفرانسونه  هم جوړ شوي دي چې په هغو کې :

د ٢٠٠٢م  کال په جنوري کې  په توکيو کنفرانس کې د مرستندويه هيوادو له خوا د څلورنيم ميلياردو ډالرود مرستي اعلان

د ٢٠٠٤م  کال په اپريل کې په برلين کنفرانس کې د مرستندويه هيوادو له خوا د اته نيم ميلياردو ډالرو دمرستي اعلان

د ٢٠٠٦م  کال په فبرورۍ کې په لندن کنفرانس کې د مرستندويه هيوادو له خوا د لس نيم ميلياردو ډالرو دمرستي اعلان

د ٢٠٠٧م  کال په جون کي په روم کنفرانس کې د مرستندويه هيوادو له خوا د ٧٣٠ ميليونو ډالرو دمرستي اعلان

د ٢٠٠٨م  کال په جون کې په پاريس کنفرانس کې د مرستندويه هيوادو له خوا د ٢١ ميلياردو ډالرو دمرستي اعلان

د ٢٠٠٩م  کال په مارچ کي په هاګ کنفرانس کې د افغانستان وضعيت وڅيړل شو.

د ٢٠١٠م  کال په جنوري کې د لندن دوهم کنفرانس کې د مرستندويه هيوادو له خوا د ٣٣ ميليارده ډالرو دمرستي اعلان

د ٢٠١٠م  کال په جولاي کي د کابل کنفرانس، چي په حقيقت کې د لندن د کنفرانس دوام وو او په هغه کي د امنيت د انتقال مقدمات، د يو شمير پروژو لکه د اوسپني د پټلۍ رغاونه او د افغانستان د کانونو استخراج باندي خبري وشوې.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.