کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): په بګرام کې ١٠٦ افغانانو ته د سوېلي کوريا هېواد له خوا په بېلابېلو برخو کې نهه مياشتنۍ حرفوي زده کړې ورکړل شوې.
د بګرام په هوايي ډګر کې د پروان او کاپيسا ولايتونو يادو شويو زده کوونکو ته د يو اوږد مهاله کورس په ترڅ کې، د افغان او بهرنيو ښوونکو له خوا نن (د ليندۍ ١٤مه) د کورس د پاى ته رسېدو په موخه فارغينو ته بري ليکونه ورکړل شول.
په کابل کې د سوېلي کوريا سفير آن سونګ دو (Ahn Sung do) زده کوونکو د فراغت په غونډه کې وويل، چې دغو زده کوونکو ته د کمپيوټر، برېښنا، وېلډېنګ، نلدوانۍ، ساختماني چارو او د موټر د تخنيک په برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.
د هغه په وينا، دا زده کوونکي چې ټول له دوولسم ټولګي څخه فارغ وو، د رياضي او انګليسي ژبې تر ازموېنې وروسته نيول شوي دي.
نوموړي وويل، چې زده کوونکو ته يې د زده کړو ترڅنګ د تګ راتګ، يونيفورم، قرطاسيې او غرمنى لګښت هم ورکاوه.
د سوېلي کوريا د سفير په وينا، زده کوونکو ته په عملي او تيوري ډول د افغان او بهرنيو استادانو له لوري زده کړې ورکړل شوې او تر فارغېدو وروسته ورته اړين تخينکي وسايل هم ورکړل شول، چې د کار په وخت کې به ترې ګټه اخلي.
د ده په خبره، له دغه کورس څخه فارغو زده کوونکو ته به د بګرام په هوايي ډګر کې د فلور په نوم د شرکت له خوا، چې بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي چارې ترسره کوي، دندې هم ورکول کېږي.
سونګ دو زياته کړه: ((د ٢٠١٢ کال لپاره به هم د دوولسم ټولګيو ١٢٠ تنه فارغ زده کوونکي له يوې ازموينې وروسته، همدغو يادو پنځو څانګو ته د زده کړې په موخه جذب کړو.))
نوموړي وويل، چې له افغانستان سره به تر ٢٠١٤ کال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په ياده شوې غونډه کې د پروان والي عبدالبصير سالنګي د سوېلي کوريا له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې له دغه کورس څخه فارغين بايد په ډېر اخلاص د خپل هېواد د بيارغونې په چارو کې ونډه واخلي.
د هغه په وينا، د سوېلي کوريا هېواد به د راتلونکي ٢٠١٢ کال په اږدو کې ٢٤ ميليونه امريکايي ډالره د روغتيا، زده کړې او ښې حکومتدارۍ په برخو کې ولګوي.
د افغان کوريا مسلکي مرکز د ٢٠١٠ کال په پيل کې پرانېستل شو، چې په لومړۍ دوره کې يې ٨٥ زده کوونکي فارغ کړل او دويمه دوره يې همدا نن پاى ته ورسېده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن