Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چين له افغانستان سره څه باندې ٢٣،٥ميليونه ډالره مرسته کوي

کابل (پژواک ١٥ليندۍ ٩٠): چين د پوهنې، کرنې او د ملکي ادارو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې څه باندې ٢٣،٥ميليونه ډالره مرسته کوي او په افغانستان کې په اقتصادي پروژو کې د پانګې اچونې لېوال دى.

 دا مطلب په هغې خبرپاڼه کې چې د ليندۍ په ١٥مه، د دولت د رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته رارسېدلې، راغلى دى.

 سرچينې زياته کړې، چې د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جايچي د بن په دوهم کنفرانس کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدلو پر مهال ژمنه وکړه، چې هېواد يې ١٥٠ميليونه چينايي يوآن (څه باندې ٢٣،٥ميليونه ډالره) په يادو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي.

 په دې کتنه کې چې تېره ورځ له غرمې وروسته ترسره شوه، يانګ جايچي دې ته په اشارې سره چې هېواد يې په دوو بنسټيزو پروژو (مس عينک او د شمال نفتو) کې فعاليت لري، وويل، چې هېواد يې دې ته لېوال دى، څو په افغانستان کې په نورو اقتصادي پروژو کې هم پانګه اچونه وکړي.

 هغه زياته کړه چې چين د شانګهاى په سازمان کې، د افغانستان له کانديداتورۍ څخه د يوه ناظر هېواد په توګه هم ملاتړ کوي.

 په دې کتنه کې ولسمشر کرزي د چين له رهبري څخه وغوښتل، څو په يوه مناسب فرصت کې د يوه رسمي سفر په ترڅ کې افغانستان ته راشي.

 د ماليې وزارت وياند عزيز شمس، د چين د نوې مرستې له اعلانولو هرکلى وکړ او په تېرو کلونو کې يې د پوهنې، کرنې او روغتيا په برخو کې د دې هېواد مرسته اغېزمنه وبلله.

هغه نن پژواک ته وويل، چې چين له افغانستان سره په تېرو لسو کلونو کې څه باندې ١٠٠ميليونه امريکايي ډالر مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د بن دوهم کنفرانس تېره ورځ له ٨٥ هېوادونو او ١٦نړيوالو سازمانو څخه د شاوخوا ١٠٠٠استازو په ګډون ترسره شو او په پاى کې يې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل شول، چې افغانستان له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د لسو نورو کلونو لپاره د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.