ترينکوټ (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): په اروزګان کې د دهراوود ولسوالۍ د ملي امنيت مدير په يوه چاودنه کې له درېيو ساتونکو سره ټپي شو.
د اروزګان ولايت د دهراوود امنيه قوماندان لومړي څارن عمرخان د ليندۍ په ١٦مه، پژواک اژانس ته وويل چې نن ماسپښين شاوخوا يوه بجه، د دې ولسوالۍ په بازار کې د ملي امنيت پر مدير چاودنه وشوه.
د هغه په وينا، د دهراوود د ملي امنيت مدير غلام محى الدين په بازار کې له حمام څخه د راوتو په حال کې و، چې د سړک غاړې پر يوه موټرسايکل ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.
نوموړي وويل، په دې چاودنه کې په خپله مدير او ورسره درې ساتونکي ټپيان شوي دي، چې دا مهال په سيمه کې د ايساف ځواکونو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د امنيه قوماندان په وينا، په ټپيانو کې د يوه ساتونکي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ او نور يې ښه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP