ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د لويو لارو د واورو پاکېدو لپاره ٤ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې

author avatar
8 Dec 2011 - 14:16
author avatar
8 Dec 2011 - 14:16

ګردېز (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٠): په را روان ژمي کې د سټو او تېرې کنډو د واورو پاکولو لپاره د پکتيا فوايدعامې رياست څلور ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د سټو او تېرې کنډو، چې د پکتيا ولايت اړوند د کابل–خوست د لارې په اوږدو کې پراته دي، په ژمي کې د واورو د اورېدو له امله ډېرى وخت د موټرو پر مخ تړل کېږي، چې خلک او مسافر په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د پکتيا د فوايدعامې رييس عبدالله دراني له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې سږ کال يې مخکې له مخکې د دغو کنډوونو د خلاص ساتلو په موخه تيارى نيولى او څلور ميليونه افغانۍ يې ورته ځانګړې کړې دي.

د هغه په وينا، دغه لويه لار، چې څلور ولايتونه، کابل، لوګر، پکتيا او خوست سره نښلوي، د ژمي په موسم کې دواړه کنډوونه دومره ستونزمن وي، چې خلک په کې په ساعتونو، ساعتونو بند پاتې کېږي او له ډېر بد حالت سره مخ وي.

نوموړي وويل، چې د سټو کنډو اړوند د ښواک، ګردې څېړۍ او وزې ولسواليو په سيمه کې يې سر له اوسه د واورې پاکولو وسايل ځاى پر ځاى کړي دي.

د فوايدعامې د رييس په وينا، د دغې لارې هغه کندې او ژورې اوس ډکې شوې، کومې چې د موټرو تګ په کې ستونزمن و.

دغه راز د ياد سړک د رغونې او پخولو چارې هم تر ٦٥سلنې بشپړې شوې او اوس د موټرو پر وړاندې کومې ستونزې نه راولاړوي.

هغه وايي، هڅه کوي، چې د دغې لارې په ټولو هغو برخو کې، چې د واورې اورېدو له امله بنديږي، د واورې پاکولو وسايل او وسايط ځاى پرځاى کړي.

نوموړي وويل، چې د تېرې کنډو لپاره يې هم ورته تيارى نيولى او هڅه کوي، چې په دغه ژمي کې خلک له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نه شي.

عبدالله دراني دغه راز زياته کړه: ((موږ نه يواځې په پکتيا کې د دغو کنډوونو لپاره تيارى نيولى، بلکې د غزني–ګردېز او ګردېز–ډنډې پټان ولسوالۍ تر منځ د غځېدلو لارو د پاکولو او خلاصو ساتلو لپاره مو کلک تدابير نيولي دي.))

ده وويل، دغه پيسې، چې ټول به ٢٠٣ کيلومتره سړکونه پاک شي، د پکتيا د فوايد عامې رياست له لوري ورکړل شوې دي..

هغه زياته کړه: ((دا پيسې يواځې د هغو سړکونو لپاره دي، چې واورې يې بندوي، خو موږ هغه ځايونه هم پرې خلاصوو، چې چېرته غر وښويږي يا بل څه مشکل پيدا شي.))

د ده په خبره، د واورې له اورېدو مخکې به هغه پلونه او پولچکونه هم ورغوي، چې په دغو لويو لارو کې يا اوبو خراب کړي او يا هم د وسله والو طالبانو ماينونو ويجاړ کړي دي.

هغه مني، چې په تېرو کلونو کې د وسايلو او امکاناتو د نه شتون له امله دغه لويه لاره ډېر وخت د واورو او د غره ښوييدو له امله د خلکو پرمخ تړل کېده.

نوموړى وايي، چې د تېر کال ستونزې زياتره د خوست–ګردېز تر منځ د سړک جوړېدو پر مهال د دغې لارې هوارول وو، ځکه پر هماغه مهال سړک خامه و، د واورې او باران اورېدو پر وخت به خټې شو.

په تېرو کلونو کې نه يواځې د پکتيا ولايت لويې لارې د واورو له امله تړل کېدې، بلکې د ګردېز ښار سړکونه به هم تر ډېره بند وو او او په ټول ښار کې به اوبه بهېدې.

د يادونې ده، چې د تېر کال د ژمي په پيل کې هم د دغه ولايت د فوايدعامې رياست چارواکو ويلي وو، چې د لويو لارو د خلاصون په موخه يې په لارو کې وسايل ځاى پر ځاى کړي، خو د ژمي په رارسېدو خلکو د لارو له تړل کېدو څخه، پرله پسې شکايتونه کول.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.