ژبه

پنځو هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۴): سعودي عربستان، ترکیې، سوریې، اردون او کوېټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه ویلي و چې د ا ا ا، امنيتي او دفاعي ځواکونه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او همداراز د منځګړو وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، د ترکيې جمهوريت او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.

د سوریې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کوي او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره مهم مثبت ګام بللی.

سوریې ټینګار کړی چې سیمه‌ییزه همغږي او خبرې د سولې او ثبات لپاره مهمې دي.

د کوېټ بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کوي او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو مثبت ګام بللی.

کوېټ د سعودي عربستان، قطر او ترکیې هڅې هم ستایلې او ټینګار یې کړی چې خبرې او سوله‌ییزې لارې د اختلافونو د حل تر ټولو غوره لار ده.

د اردن بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کړی.

دغه هېواد د سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ څرګند کړی او د اوربند رامنځته کولو کې یې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې هڅې ستایلې دي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر کې د لنډمهالي اوربند د اعلان هرکلی کړی.

ریاض د دواړو لورو مثبت غبرګون ستایلی او ټینګار یې کړی چې خبرې او سوله‌ییزې لارې د شخړو د حل تر ټولو غوره لار ده.

دغه هېواد ویلي چې د سیمې د سولې، امنیت او ټیکاو لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې هڅې جاري وساتي.

ترکیې هم له یاد اوربند هرکلی کړی هیله یې څرګند کړې چې دواړه هېوادونه ورته ژمن پاتې شي.