مهترلام(پژواک ١٧ليندۍ٩٠) : د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې ٢٥تنه د کوکنارو د کښت په تور ونيول شول .
د الينګار ولسوال سيد شريف پاچا پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه کسان نن غرمه مهال د دولسو بجو په شاوخوا کې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې ، ياد شوي ٢٥تنه د سنګر، کلمان او نورلام صاحب درې اوسېدونکي دي.
سيدشريف پاچا زياته کړه ، چې دولت څو ځلې يادو کسانو ته توصيه کړې وه ،چې په خپلو ځمکو کې نشه توکي ونه کري .
ده وويل ، چې تر هغه به ياد شوي ٢٥تنه ازاد نکړي ، ترڅو يې ، چې قومي سپين ږيري ضمانت ونکړي .
د ولسوال په خبره، دغو کسانو په ١٥هکتاره ځمکه کې کوکنار کرلي و ، چې د پوليسو له خوا واړول شول .
د الينګار ولسوالۍ د قومي شورا رييس نورمحمدخان همت هم تاييدوي ، چې پنځه ويشت تنه د کوکنارو د کښت په تور نيول شوي دي.
ده تور پورې کړ، چې د الينګار په ولسوالۍ کې يو شمېر دولتي کارکوونکي هم شته ، چې په خپلو ځمکو کې يې کوکنار کرلي دي .
د يو بل خبر له مخې، د الينګار ولسوالۍ په ورنټا سيمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا بهرنيو ځواکونو ته يو تېل وړونکى ټانګر په نښه شوى ، چې په ترڅ کې يې ټانکر چلوونکي وژل شوي دي .
د الينګار ولسوال سيد شريف پاچا وايي ، چې دغه پېښه نن غرمه د يوې نيمې بجې په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .
د دغې پېښې په اړه تراوسه طالبانو ، بهرنيو ځواکونو او د سيمې اوسېدونکو څه نه دي ويلي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP