جلال اباد، مهترلام، پل علم (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠): په ننګرهار کې د يوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه، په لوګر کې درې ښوونځي ګټې اخيستنې ته وسپارل شول او په لغمان کې د درې کيلومتره سړک د ګلدان جوړولو چارې بشپړې شوې.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رييس الله داد اسماعيل زي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جاپان هېواد د ٣٧٠زره امريکايي ډالرو په مالي مرسته د دې ولايت د سره رود ولسوالۍ د چارباغ صفا لېسې د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د هغه په وينا، دغه ودانۍ په يو جريب ځمکه کې جوړېږي، چې د يو کال په موده کې به يې چارې بشپړې شي.
نوموړي وويل چې د جاپان د جايکا په نوم د يوې موسسې له خوا، د دغې لېسې څلور زرو زده کوونکو ته په ياده شوې ودانۍ کې ٢٨ خونې په پام کې نيول شوې دي.
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري پژوا ک ته وويل، چې په ټول ننګرهار ٧سوه پنځه اتيا ښوونځي دي، چې ٣٥٠ يې تراوسه ودانۍ نه لري.
د يادونې وړ ده چې د ننګرهار په ټولو ښوونځيو کې،٦سوه پنځوس زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د يو بل خبر له مخې، په لوګر ولايت کې د درېيو ښوونځيو د ودانيو چارې بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځي د لوګر مرکز په پل علم کې جوړ شوي، چې په سيمه کې د ايساف ځواکونو له خوا د ٣سوه دېرش زره ډالره په لګښت يې چارې په تېر يو کال کې بشپړې شوې.
د هغه په وينا، دغو ښوونځيو پخوا د احاطې دېوالونه نه درلودل او ودانۍ يې هم ويجاړې وې، چې زده کوونکي به د زده کړو پر مهال له ستونزو سره مخ وو.
دغه راز د لغمان ولايت د مرکز مهترلام اړوند د سلطان غازي مېنې په سيمه کې درې کيلومتره د سړکونو ترمنځ د ګلدان جوړولو چارې هم بشپړې شوې.
د مهترلام ښاروال حاجي عبدالله نيازي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ګلدان ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د سړک د روښانولو په موخه ١٠٥ پايې برېښنايي څراغونه هم په کې ځاى پر ځاى شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن