قلعه نو (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): په بادغيس ولايت کې د ځانمرګي بريد له امله يواځې بريد کوونکى وژل شوى او نوره مرګ ژوبله يې نه درلوده.
دغه بريد نن (د ليندۍ ٢٢مه) شاوخوا ١١بجې او شل دقيقې جو د قلعه نو د هوايي ډګر په رنوې کرښه کې رامنځته شو.
د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمدجبار صالح پژواک ته وويل، چې د بريدکوونکي موخه د هسپانيا د ولايتي بيارغونې ډلې د مرکز دروازه وه.
د هغه په وينا، بريد کوونکى موخې ته له رسېدو وړاندې د هوايي ډګر د رنوې په خط کې د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شو او چاودېدونکي توکي يې وچاودېدل.
صالح زياته کړه، چې د چاودنې په ترڅ کې يواځې ځانمرګى بريدکوونکى وژل شوى او نورو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سرچينې څرګنده کړه، چې هوايي ډګر ته د دغه ځانمرګي بريدکوونکي د ننوتو په اړه څېړنې پيل شوې دي.
د بادغيس امنيه قوماندان څرګنده کړه: ((موږ ته داسې راپورونه رارسېدلي وو، چې ښار ته يو ځانمرګى بريدکوونکى دننه شوى او له همدې امله د امنيتي ځواکونو له لوري لازم تدابير نيول شوي وو.))
سرچينې څرګنده کړه، چې د دوى لومړني راپورونه دا ښيي، چې دغه تن په دغه ولايت کې د سيمه ييزو طالبانو د يوه مشر ملا غوث الدين د کسانو له ډلې و.
د قلعه نو د هوايي ډګر د سيمې يوه اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وويل: ((د يوې چاودنې غږ واورېدل شو، خو لېدل کېدل، چې پوليسو يو ځانمرګى بريدکوونکى وژلى دى.))
هغه د دغه بريد د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت کومۍ ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه مياشتې وړاندې هم د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد له امله پنځه تنه د درېيو ملکي کسانو په ګډون او د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن