کابل (پژواک٢٢ليندۍ٩٠): ولسمشر حامد کرزي د کرکټ او فوټبال ملي لوبډلولوبغاړو ته د اسيايي هيوادونو په لوبو کې د اتلوليو له امله مبارکۍ وویله او هغوې يې په نقدو انعامونو سره ووياړل.
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر څخه دليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې راغلى ، چي حامد کرزي نن د کرکټ او فوټبال د ملي لوبډلو د لوبغاړو سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وکتل.
سرچينه کاږي چې ولسمشر د المپیک د کمیټې نوروهغه لوبغاړو ته چې په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې یې د سرو زرو مډالونه ګټلي وو، د ١٠٠ زره افغانیو ، د سپینو زرو د مډالونو ګټونکو ته د ٧٠زره او د برونزو د مډالونو ګټونکو ته د ٥٠ زره افغانیو د ورکړې لارښوونه وکړه.
همدارازد کرکټ او فوټبال د ملي لوبډلو لوبغاړو ولسمشرحامد کرزي ته د خپلو ترسره شویو سیالیو په اړه معلومات ورکړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د لا زیاتو اتلولیو د ګټلو په موخه دې ورته اسانتیاوې برابرې شي.
سرچينه ليکې ، چې د غونډې په پای کې حامد کرزي ، مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال ته لارښوونه وکړه چې د کرکټ او فوټبال هر لوبغاړي ته دې ١٠٠ زره افغانۍ د تحفې په ډول ورکړي.
د يادونې وړده ، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې د نيپال په اسيايي سياليو کې يې اتلولي ترلاسه کړه، نن سهارد ليندۍ په ٢٢مه کابل ته په را ورسېدو د هېوادوالو او چارواکو له خوا بدرګه او تود هرکلى يې وشواو د فوټبال ملي لوبډله چې په هندوستان کې د سارک هيوادونو د فوټبال په سياليو کې دويم مقام ترلاسه کړ.
Views: 679
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن