Language

په ميدان وردګو کې له يوشمېر کورنيو سره مرستې وشوې

ميدان ښار (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٠) : په ميدان وردګو کې په بې ځايه شويو کورنيو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې.

د ميدان وردګو د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه نن د (ليندۍ ٢٥مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د يو ان اچ سى ار  (UNCHR)  له خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له لارې ووېشل شوې.

 په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دغه مرستې په ٢٢٥ بې ځايه شويو کورنيو نن وويشل شوې.

د سرچينې په وينا، د دغو مرستو د وېش پر مهال د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي، د کډوالو او راستنيدونکو چارو رياست چارواکو او د  UNCHR استازيو ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې د ميدان وردګو د کډواولو او راستنېدونکو چارو رييس محمد شفيق له خولې راغلي، چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته يوه اندازه  سکاره، ٤ کمپلې، ٢ ترپالونه، جمپرونه، پټوګان، موزې او جرابې ورکول شوې.

د هغه په وينا، له دې مرستو سره به له بې ځايه شويو کورنيو سره د را روان ژمي ستونزې يو څه راکمې شي.

د محمد الله په نوم يو تن کډوال، چې په دې وروستيو کې له پاکستان څخه راستون شوى  ، په دې مرستو خوښ و او زياته يې کړه، چې له دې سره به د دوى د ژمي ستونزې يو څه هوارې شي.

د هغه په وينا، دا مرستې نه شي کولاى د دوى د ژمي ټولې ستونزې هوارې کړي او له مرستندويه موسسو يې وغوښتل، چې له راستنو شويو کډوالو سره نورې اړينې مرستې هم وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.