ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان چارواکو په دغه ولايت د پوليسو د وړتياوو لوړولو غوښتنه وکړه

د بدخشان چارواکو په دغه ولايت د پوليسو د وړتياوو لوړولو غوښتنه وکړه

author avatar
19 Dec 2011 - 17:52
د بدخشان چارواکو په دغه ولايت د پوليسو د وړتياوو لوړولو غوښتنه وکړه
author avatar
19 Dec 2011 - 17:52

فيض اباد (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٠): د بدخشان چارواکو له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د بهير په درشل کې په دغه ولايت کې د پوليسو د وړتياوو د لوړولو او سمبالښت غوښتنه وکړه.

 دغه چارواکي وايي، چې دغه ولايت له جغرافيايي پلوه يو پراخ ولايت دى او که د پوليسو شمېره يې زياته او سمبال نه شي، په بدخشان کې به د مسووليتونو لېږد له ننګونو سره مخ شي.

 د بدخشان امنيه قوماندان جنرال عبدالصبور نصرتي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه وويل، که چېرې د پوليسو وړتيا لوړه شي او د چټک غبرګون يوه قطعه جوړه شي، د امنيتي مسووليتونو د لېږد لپاره به اړين چمتووالى رامنځ ته شي.

 نوموړي همدارنګه وويل، چې د مسووليتونو د لېږد د سپارلو او د ډاډمن امنيت د ټينګښت لپاره د دغه ولايت پوليسو لپاره مډرنو تجهيزاتو ته اړتيا شته، ځکه اوس مهال د هغوى وسلې زړې دي.

 د نصرتي په وينا، په مرکز او ولسواليو کې په ځانګړې توګه د پاکستان او تاجکستان په پوله ولسواليو کې ځاى پرځاى شوي پوليس، په دغو سيمو کې د امنيت د ټينګښت لپاره بسنه نه کوي او زياتو پوليسو ته اړتيا شته.

 د بدخشان والي شاه ولي الله اديب د امنيه قوماندان د خبرو په تاييد سره، له کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي سره په ليدنه کې، چې تېره ورځ يې ياد شوي ولايت ته سفر کړى و، وويل چې پوليس په دغه ولايت له کافي ظرفيت څخه برخمن نه دي.

 اديب زياته کړه، چې د بدخشان په پراخ ولايت کې بايد د پوليسو وړتيا زياته شي، ترڅو له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيت د لېږد د اخيستلو توان ولري.

 د بدخشان د سولې د شورا رييس سعدالله ابو امان هم په دغې ليدنه کې وويل، چې د امنيتي مسووليتونو د پروسې لپاره بايد د بدخشان د پوليسو وړتيا او شمېر زيات شي.

 د نوموړي په وينا، له پاکستان سره په پوله سيمو کې، لکه د کران او منجان، واخان او زېباک ولسواليو کې اوسني پوليس د امنيت د ټينګښت لپاره بسنه نه کوي.

 د بدخشان د ولايتي شورا رييس ذبيح الله عتيق پژواک سره په مرکه کې په ياد شوي ولايت کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد لپاره د چمتووالي خبر ورکړ؛ خو ويې ويل، چې دغه کار د پوليسو د شمېر زياتېدو او سمبالښت ته اړتيا لري.

 نوموړي له چارواکو وغوښتل، ترڅو په ياد شوي ولايت کې د پوليسو د وړتياوو د لوړولو لپاره کوښښ وکړي.

 د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي هم د بدخشان چارواکو او خلکو ته ژمنه ورکړه، چې په ياد شوي ولايت کې به د پوليسو د وړتياوو د لوړولو لپاره هڅه وکړي.

 نوموړي زياته کړه، چې له ماليې وزارت سره په همکارۍ او مشورې سره هڅه کوي، ترڅو د بدخشان د پوليسو تنخوا او تجهيزات زيات کړي.

 له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد دوهم پړاو د ډايکندي، نيمروز، پروان، سمنګان، سرپل، تخار او بلخ ولايتونو او همدارنګه د بدخشان، بادغيس، غزني، هلمند، هرات، کابل، غور، لغمان، ميدان وردګ او ننګرهار په ځينو ولسواليو کې پلى کېږي.

 د ولسمشر حامد کرزي د اعلان له مخې، ټاکل شوې ده، له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه د ١٣٩٣ کال تر پايه بشپړه شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.