دغه مرستې د ودان افغانستان، د خوړو نړيوال سازمان او سرې مياشتې له لوري د ليندې په ٣٠مه ترسره شوې.
په ختيځو ولايتونو کې د ودان افغانستان موسسې مشر ډاکتر شېرعلي مومند پژواک اژانس ته وويل، چې د يو شمېر ولسواليو له ٨٠ هغو کورنيو سره، چې مشران يې د نړيوالو ځواکونو او وسله والو مخالفينو په بريدونو کې وژل شوي وو، د پنځوس زره افغانيو په ارزښت له هرې کورنۍ سره د ١٣٨ قلمه موادو مرسته وشوه.
ډاکتر مومند وويل، چې په دغو مرستو کې د خوراک، پخلنځي، بزګري او حرفوي کسبونو په برخه کې هرې کورنۍ ته څلور–څلور ونډې ورکړې، چې دغه ١٣٨ قلمه توکي په کې شامل وو.
د نوموړي په وينا، چې په ټوليزه توګه د دغو مرستو ارزښت څلور ميليونه افغانۍ وو.
هغه وايي، چې هرې کورنۍ ته په مرسته شوو توکو کې د لمريزې برېښنا د تولي تختې، د ګنډلو ماشينونه، بسترې، د خوړو بېلابېل توکي، د اوبو بمبې، د ګلدوزۍ سامان، بېلچې او د څانګو غوڅولو بياتي ګانې شاملې وې.
ډاکتر مومند زياته کړه، چې درې مياشتې وړاندې هم د کونړ، لغمان او ننګرهار دغه ډول ١٩٠ کورنيو ته مرستې وېشل شوې وې.
د خوګياڼو د وزيرو ټټنګ کلي اوسېدونکي عبدالمحمد پژواک ته وويل، چې تره او ورور يې دوه مياشتې وړاندې نا پېژاندو وسله والو وواژه.
نوموړي زياته کړه: ((اوس راته د دواړو کورنو ٢٥ يتيمان را له غاړي دي، چې له خداى پرته بله اسره نه لرم.))
عبدالمحمد وويل، چې د ورور او تره له کورنيو سره يې د ودان افغانستان ترسره کړې مرسته د ټول ژمي لپاره ښه بسنه کوي.
د يوه بل خبر له مخې، نن د بټي کوټ په ولسوالۍ کې ٢١٧ وچکالۍ ځپلو کورنيوو روزنتونونو او د زده کوونکو ٢٤٠ کورنيو ته هم مرستې ووېشل شوې.
د ننګرهار د سرې مياشتې رييس ننګيالي يوسفزي پژواک اژانس ته وويل، چې دغو خلکو ته د يوې بورۍ غنمو، ٦ کيلو دالو او ٥ کيلو غوړيو مرستې ووېشلې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن