ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اطلاعاتو او کولتور وزارت ځينې رسنۍ له ملي ګټو په سرغړونو تورنې کړې

اطلاعاتو او کولتور وزارت ځينې رسنۍ له ملي ګټو په سرغړونو تورنې کړې

کابل (پژواک ٥ مرغومى ٩٠):د اطلاعاتو اوکولتور وزارت وايي،ځينې هغه تلويزيونونه چې د سياسي مشرانو يا شخصيتونو په نامه فعاليت لري، له ملي ګټو سرغړونې کوي او په ګوندونو پورې اړوند دي.

خو د دغو رسنيو مسوولين بيا وايي، چې دوى د ملي ګټو پر ضد عمل نه دى کړى، بلکې د خلکو غږ او حقايق يې منعکس کړي دي.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت نشراتي مرستيال دين محمد مبارز راشدي پژواک خبري آژانس ته وويل، چې سياسي ګوندونو د جګړې له ډګره سر راپورته کړى او ګڼې خپلمنځي ستونزې لري، خو په هېواد کې داسې فضا رامنځته شوې او اساسي قانون هم اجازه ورکړې، چې ګوندونه راډيو او تلويزيون درلودلى شي.

هغه وايي، چې ګوندونه کولى شي خپلې ګوندي غوښتنې او پروګرامونه د رسنيو له لارې د خلکو غوږونو ته ورسوي، خو حق نه لري، چې د ملي ګټو پر خلاف عمل وکړي.

راشدي زياته کړه: ((نن زموږ رسنيو ته يو ګواښ هغه راډيوګانې او تلويزيونونه دي، چې ګوندونو جوړ کړي ، ګوندي تلويزيونونه کله نا کله د خپلو مخاطبينو د جلب په موخه قومي تعصبونو ته لمن وهي.))

د اطلاعاتو اوکولتور وزارت نشراتي مرستيال وويل: ((په ګوندي تلويزيونونو کې نورو ګوندونو او خلکو ته له ګواښه ډکې خبرې خپرېږي، چې د ټولنې لپاره زيانمنې دي.))

هغه زياته کړه، چې د دغو تلويزيونونو په خپرونو کې ګوندي تبليغات، د نورو د نه منلو په بڼه ليدل کېږي.

د اطلاعاتو اوکولتور وزارت نشراتي مرستيال زياته کړه، چې ګوندونه کولى شي د خپل ګوند له خوا مسلکي رسنۍ ولري او خپلې ګوندي غوښتنې د هېواد د قوانينو په چوکاټ کې د خپلو رسنيو له لارې مطرح کړي.

خو دى وايي، چې کله نا کله ګوندي تلويزيونونه د رسنيو له مسلکي کاري چوکاټ څخه بهر وزي، په داسې حال کې چې د دې حق ورسره نشته.

راشدي وويل، چې که څه هم رسنۍ د ګوندونو په نامه نه دي ثبت شوې، خو ځينې رسنۍ د سياسي مشرانو او شخصيتونو په نامه په اطلاعاتو او کولتور وزارت کې ثبت دي.

هغه د ائينه، نور، راه فردا او نګاه تلويزيونونه، د دغه ډول تلويزيونو په ډله کې ياد کړل.

ايينه تلويزيون د ملي اسلامي جنبش په مشر جنرال عبدالرشيد دوستم، نور، د جمعيت اسلامي د مشر په مرحوم استاد برهان الدين رباني، راه فردا، د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر په حاجي محمدمحقق پورې اړوند تلويزيونونه دي.

خو د دغو رسنيو مسوولين وايي، چې دوى د ملي ګټو پرخلاف عمل نه دى کړى، بلکې د خلکو غږ او حقيقتونه يې منعکس کړي دي.

د ايينه تلويزيون د نشراتو رييس محمدياسين خموش د اطلاعاتو او کولتور وزارت دغه څرګندونې رد کړې او ويې ويل، چې ايينه تلويزيون د ملي اسلامي جنبش ګوند نشراتي ارګان نه دى او خپلواکې خپرونې لري.

هغه پژواک ته وويل، چې دغه تلويزيون هېڅکله قومي مسايلو ته پاملرنه ،نه ده کړې او د ټولنيزو رسنيو د قانون مطابق يې خپرونې کړې دي.

خموش زياته کړه، دا سمه ده چې رسنۍ په قومي مسايلو کې بې تفاوته نه دي پاتې شوي، خپلې غوښتنې او هيلې يې خپرې کړي، خو هېڅکله يې قومي مسايلو ته لمن نه ده وهلې.

د ايينه تلويزيون د نشراتو رييس وايي، چې د رسنيو خپرونې بايد وڅېړل شي او وروسته دې په اړه قضاوت وشي.

خموش وويل: ((زموږ خپرونې د رسنيو له قانون سره سمې خپرېږي او هغه خبرونه او مطالب چې نورې رسنۍ يې خپروي، موږ يې هم خپروو.))

هغه زياته کړه، سره له دې چې ويل کېږ، چې د ايينه تلويزيون په ترک توکمو پورې اړه لري، خو هغوى په ورځ کې يواځې دوه ساعته ترکي خپرونې کوي، چې هغه هم معياري دي.

د راه فردا تلويزيون د خپرونو مدير عباس اګاه هم وايي، دا رښتيا ده، چې د دغه تلويزيون د امتياز خاوند محمدمحقق دى، خو دا رسنۍ د ګوند نشراتي ارګان نه دى او خپرونې يې په خپلواکه بڼه دي.

هغه زياته کړه: ((موږ هېڅکله قومي شخړو ته لمن نه ده وهلې، هر څه مو چې مطرح کړي، دمقابل لوري دفاعيه مو هم دهغې په اړه اخيستې.))

اګاه وويل، چې رسنۍ د ټولنې د بېلابېلو توکمونو استازيتوب کوي او د خلکو ستونزې خپروي، د راه فردا تلويزيون هېڅکله د رسنيو د قانون خلاف عمل نه دى کړى.

د راه فردا تلويزيون د خپرونو مدير وايي: ((کله چې رسنۍ ازادې دي او د رسنيو ازادي شتون ولري، د اطلاعاتو او کولتور وزارت دې دا تمه نه لري، چې رسنۍ د دولت پلوي اوستاينه وکړي.))

بل خوا د افغانستان د ژورنالېستانو دملي اتحاديې رييس عبدالحميد مبارز وايي، چې په ټولنه کې بېلابېل افکار شتون لري او هغه ګوندونه چې له حکومت سره ايتلاف نه لري، حق لري، چې خپل نظريات د اساسي قانون او د ټوليزو رسنيو د قانون په چوکاټ کې په بشپړې ازادۍ خپاره کړي .

هغه پژواک ته وويل: ((کوم ګوند چې د ملي ګټو پر خلاف کار وکړي، د هغه ګوند د مشرتابه په زيان تمامېږي، خو زه دا منم چې يو شمېر ستونزې شته.))

مبارز وويل، چې يو ګوند خپلې موخې څاري او که چېرې د دوى ګوندي موخې له ملي موخو سره سمون ونه لري، دا به د دغه ګوند په ناکامۍ تمام شي.

د يادونې ده، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط وروسته په هېواد کې د انځوريزو، غږيزو او چاپي رسنيو شمېره ١٤٠٠ رسنيو ته رسېږي، چې له دې ډلې ٥٠ تلويزيونونه دي.

له ملي تلويزيون پرته ټول تلويزيونونه خصوصي دي او تر ١٥٠ زياتې راډيوګانې د٣٤ دولتي راډيوګانو په ګډون د هېواد په کچه فعاليت لري.

شاوخوا ١٢٠٠ چاپي رسنۍ د ورځپاڼو، اونېزو، مهالنيو، مياشتنيو، مجلو او خبري اژانسونو په ګډون هم د اطلاعاتو او کولتور په وزارت کې ثبت او راجستر دي، چې له ډلې يې شاوخوا ٨٠٠ فعالې دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.