Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کلات (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د زابل ولایت چارواکي وايي چې د ملي امنیت ریاست کارکوونکو درې تنه له زیاته اندازه چاودېدونکو توکو سره نیولي دي.

 د دې ولایت د والي مرستیال محمدجان رسولیار د مرغومي په ۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان، نن د ملي امنیت له لوري د کلات ښار په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

 نوموړي زیاته کړه، چې د ملي امنیت منسوبینو د کلات ښار لوېدیځ لور ته د باکرزو په سیمه کې عملیات درلودل، چې پر مهال یې په یوه سراچه موټر کې اته بوشکې چاودېدونکي توکي ونیول.

 د ده په خبره، له دغو چاودېدونکو توکو سره درې تنه نیول شوي هم دي، چې اوس مهال ترې پلټنې روانې دي.

 د مرستیال والي په خبره، د دولت مخالفینو غوښتل دغه چاودېدونکي توکي ښار ته ولېږدوي او په ورانکاره کړنو کې ورڅخه کار واخلي.

 وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 بل خوا تېره شپه د کلات ښار اړونده د باباګک په سیمه کې په یوه کلیوالي شخړه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.

 مرستیال والي وویل، شخړه د کلیوالو تر منځ وه چې وروسته په جګړه بدله شوې وه او یو شمېر کسان په کې ټپیان شول؛ خو وروسته پولیسو پېښه کنټرول کړه.

 د کلات د مرکزي روغتون یوه نوکریوال ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې تېره شپه ناوخته دوى ته شپږ ټپيان ور وړل شوي وو، چې وروسته یې دوه تنه د سختو ټپونو له کبله کندهار ته ولېږدول شول.

 د باباګک د کلي یوه اوسېدونکي الله نظر پژواک ته وویل، چې جګړه د ماښام له لمانځه څخه وروسته د دوو قومونو تر منځ، چې په کلي کې اوسېږي، رامنځ ته شوه او شاوخوا لس تنه په کې ټپیان شول، چې سخت ټپيان یې روغتون ته ورسول شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.