Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان د افغان سوداګرو موټرو ته د تګ اجازه لا نه ده ورکړې

کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): په کابل کې د پاکستان سفارت، په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو درول شويو موټرو ته د تګ د اجازې ورکولو ژمنه، تر اوسه نه ده پلي شوې.

د پاکستان حکومت له تېرو ١٥ ورځو راهيسې، له کراچۍ بندر څخه تر تورخمه په بېلابېلو سيمو کې د افغان سوداګرو ٥٠٠ پر خوراکي توکو بار يخچال لرونکي موټر په دې پلمه درولي، چې ګواکې د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دوهم مرستيال خان جان الکوزي تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو شويو موټرو ته د پاکستان پوځ د تګ اجازه ورکړه؛ خو په تورخم کې د قومي ملېشو له خوا يې بېرته مخه ونيول شوه .

ده ويلي و، په کابل کې د پاکستان سفير ډاډ ورکړى، چې د تېرې ورځې تر ماښامه به دغه ستونزه هواروي.

الکوزى وويل، که څه هم چې نن افغان دولت په جدي ډول له پاکستان څخه غوښتي، چې دا ستونزه حل کړي؛ خو دغه ستونزه په خپل حال پاتې ده.

 هغه زياته کړه: ((په پېښور کې زموږ جنرال قونسل غوښتل چې نن هلته پوځي قول اردو ته ولاړ شي، ترڅو د ستونزې د حل لپاره له  پوځي چارواکو سره خبرې وکړي؛ خو ورته ويل شوي چې قول اردو ته د ورتګ اړتيا نه شته، هرکله چې اړتيا وليدل شوه، بيا به هغه ور وغواړي.))  

دغه راز الکوزي زياته کړه: ((پاکستان يواځې له زور څخه کار اخلي، زموږ سوداګر د ناټو په پلمه په اور کې سوځي.))

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم واخلو؛ خو اړيکو مو ورسره ټينګه نه شوه.

 د پاکستان حکومت وروسته له هغه د ناټو پر اکمالاتي موټرو بنديز ولګاوه، چې څه باندې څلور اونۍ مخکې د ناټو ځواکونو په مهمند ايجنسۍ کې د پاکستانيو سرتېرو پر يو مرکز بريد وکړ او ٢٤ تنه يې ووژل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.