کلات (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): په زابل ولایت کې د لومړي ځل لپاره د دولسمو ټولګيو له فارغانو څخه د لوړو زده کړو موسسو ته د لار موندنې په موخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه چې نن د مرغومي په ۷مه، له غرمې وروسته د کلات ښار د بي بي خالا د نجونو په لېسه کې واخیستل شوه، په کې د دې ولایت له مرکز او شاه جوى ولسوالۍ څخه شاوخوا ۲۲۰ تنو ګډون کړى وو.
د زابل د پوهنې رییس شیراقا ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تر دې وړاندې به د دې ولايت د دولسمو ټولګیو فارغینو د کانکور ازموینه په کندهار ولایت کې ورکوله.
نوموړي وایي، چې د دوى د پرله پسې وړاندیزونو او په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو د سناتور ډاکټر زلمي زابلي په هڅو، سږ کال د کانکور کمېټه دې ته چمتو شوه، چې ازموینه په زابل کې واخلي.
د ده په خبره، په نننۍ ازموینه کې ټولو ۲۲۱ تنو ګډون کړی وو، چې له دې جملې څخه ۸ تنه یې نجونې او پاتې نور یې هلکان دي.
ساپي زیاته کړه، چې د نورو ولایتونو په پرتله له زابل څخه ډېرو لږو کسانو د کانکور په ازموینه کې برخه اخیستې وه؛ لامل یې دا و چې په تېرو څو کلونو کې په زابل کې پوهنیز بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ و او د ناامنۍ له امله د دې ولایت ډېرى ښوونځي تړلي وو؛ خو اوس دغه بهیر بېرته مخ پر ښه کېدو دی.
د نعمت الله په نوم یو تن چې په نننۍ ازموینه کې یې برخه اخیستې وه، پژواک اژانس ته وویل چې دا دوى لپاره لویه اسانتیا ده، چې په خپل ولایت کې ورڅخه ازموینه اخیستل کېږي او کندهار ته له تګ څخه خلاص شول.
هغه وویل، تر دې وړاندې له زابل څخه چې کومو کسانو په کانکور کې ګډون کاوه، زیاتره یې له دې امله بې پايلې پاتې کېدل، چې هغوى به په کندهار کې له سیمې، استادانو او ازموينه اخیستونکو سره نابلده وو هلته به تر رواني فشارونو لاندې مو او هم یې په تګ راتګ او په کندهار کې د اوسېدو لپاره پیسې مصرفېدلې.
د زابل والي اشرف ناصري چې د ازموینې په پيل کې یې خبرې کولې، پر زده کوونکو ټينګار وکړ چې باید کوښښ وکړي، ترڅو د لوړو زده کړو موسسو ته لاره ومومي؛ ځکه د ده په خبره، زابل زده کړه لرونکو کسانو ته زیاته اړتيا لري او یواځې همدا کسان کولای شي شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
د یادولو وړ ده، چې اوس هم په زابل ولایت کې له هرو څلورو ښوونځیو څخه درې يې د ناامنیو او نورو لاملونو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP