اسلام اباد (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار او لنډي کوتل سيمو کې په دوو بېلا بېلو چاودنو کې ٣٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پېښور پوليسو اېس اېس پي اپريشنز طاهر ايوب په سيمه کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د ارباب روډ په سيمه کې د يوه سوداګريز ودانۍ مخې ته د موټر سايکل په وسيله چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، چې په دې موټر سايکل کې څلور کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
ايوب وايي چې په دې چاودنه کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېره يې ونه ښوده.
د پوليسو يوه بل افسر ډاکټر سعيد پژواک اژانس ته وويل، چې د بريد موخه په سيمه کې د انټرنټ يو دوکان و.
د هغه په وينا، څه موده مخکې ناپېژاندو وسله والو په دې سيمه کې د انټرنټ دوکانونو ته ګواښونه کړى وو.
د پېښور ښار د مرکزي ملکي روغتون يوه موظف ډاکټر زاهد ملک پژواک اژانس ته وويل، چې له دې چاودنې څخه دوى ته ٢٨ ټپيان راوړل شوي وو، چې دوو يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د هغه په وينا، له پاتې ٢٦ ټپيانو څخه يې هم د درېيو روغتيايي حالت ښه نه دى.
د پېښور له چاودنې سره سم د خيبر ايجنسۍ لنډي کوتل بازار باچاخان چوک کې يوه چاودنه وشوه.
د يوه بل خبر له مخې، نن له غرمې وروسته د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې چاودنه شوې ده.
په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ٣ تنه وژل شوي، چې يو په کې دولتي ملېشه ده.
سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې تنه ټپيان شوي هم دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP