ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اسعدابادکې د دوو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

په اسعدابادکې د دوو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

author avatar
4 Jan 2012 - 19:27
په اسعدابادکې د دوو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې
author avatar
4 Jan 2012 - 19:27

اسعداباد (پژواک ١٤مرغومى ٩٠): دکونړ په مرکز کې د يوې لېسې او يوه منځني ښوونځي ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

 د کونړ د پوهنې مشر سيد جمال الدين حسني وايي، چې يادې شوې دواړې ودانۍ د پوهنې وزارت له خوا د ١١٦زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړې شوې دي.

 د ده په وينا،په بر څاګي کې دلېسې جوړه شوې ودانۍ ١٢ او په کوز څاګي دمنځني ښوونځي جوړه شوې ودانۍ شپږ خونې لري.

 د ده په وينا، په ياده شوې لېسه کې ١٤٠٠ او په منځني ښوونځي کې ٦٠٠ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

 هغه وويل، چې تراوسه دغو زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې؛ خو د دې ودانيو په جوړېدو سره يې د زده کړو لپاره د ودانيو د نه شتون ستونزه لرې شوه.

 د کوز څاګي اوسېدونکى مولوي عبدالواحد،خوښ دى چې د يادو شويو ښوونځيو د ودانيو د نه شتون ستونزه لرې شوه.

 دى وايي، چې تر اوسه د دې ښوونځيو زده کوونکي د ودانۍ د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ وو.

 د کونړ د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې له ټولو ٤٤٤ ښوونځيو څخه ٢٠٥ ښوونځي ودانۍ نه لري او په خېمو،کرايي کورونو، جوماتونو او يا هم تر شنه اسمان لاندې فعاليت کوي.

 سرچينه زياتوي،چې دا مهال له په دې ولايت کې د ٥٩ ښوونځيو ودانيو پر جوړېدو کار روان دى.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.