ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باجوړ طالبانو  پاتې ١٦ ماشومان هم خوشې کړل

د باجوړ طالبانو پاتې ١٦ ماشومان هم خوشې کړل

author avatar
6 Jan 2012 - 16:02
د باجوړ طالبانو  پاتې ١٦ ماشومان هم خوشې کړل
author avatar
6 Jan 2012 - 16:02

اسعد اباد ( پژواک ١٦ مرغومى ٩٠ ) : د پاکستان د باجوړ طالبان وايي چې د تېر کوچني اختر پرمهال له نيول شويو ٢٨ ماشومانو څخه يې پاتې ١٦ نور هم خوشې کړل.

 ‌څلور مياشتې او لس ورځې مخکې دکوچني اختر پرمهال د باجوړ ايجنسۍ لسګونه ماشومان نږدې غرييزو سيمو ته دمېلې لپاره تللي و، چې ٢٨ تنه يې د ځايي طالبانو له خوا وتښتول شول.

 له تښتونې څو ورځې وروسته پاکستانيو طالبانو ١٢ ماشومان خوشې ، خو ١٦ تنه يې له ځانه سره ساتلي و .

 طالبانو هغه مهال ويلي و، چې ددې ماشومانو کورنۍ او په ځانګړې توګه پلرونه يې په قومي لښکر کې شامل و ، چې د طالبانو پرضد جنګېدل. دغه راز دوى د خپلو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې وه.

 خو د باجوړ د طالبانو وياند احسان الله احسان د مرغومي په ١٦مه،د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماشومان يې بې قيد وشرطه خوشې کړي دي.

 هغه زياته کړه چې له دغو ماشومانو څخه شپاړس تنه يې پاتې و، چې دخپل مشر مولوي داد الله په لارښوونه يې ټول پرته له کومې غوښتنې تېره ورځ خوشې کړل ، چې اوس مهال خپلو کورنيو ته رسېدلي دي .

 احسان وايي چې دوى له دې ماشومانو سره ښه  چلند کړى او ياد ماشومان کولى شي ، چې دخپل بند په اړه له هر چا سره ددوى د  چلند په اړه خبرې وکړي .

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.