Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له اوبلن ګاز څخه د ٢٠٠ ميګاواټه برېښنا د توليد دستګاه جوړېږي

 کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩٠): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له اوبلن ګاز څخه په ګټې اخيستنې سره د ٢٠٠ ميګاواټه برېښنا د توليد دستګاه جوړېږي .

دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني په يوه ځانګړې مرکه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې .

هغه زياته کړه چې له اوبلن ګاز څخه په  استفادې د برېښنا د توليد دستګاه جوړولو پلان په اړه يې د اړونده وزارتونو  موافقه ترلاسه کړې او په پام کې ده، چې په راتلونکيو څلورو اونيو کې د افغانستان کابينه يې هم تصويب کړي .

دغه راز د سرچينې د څرګندونو له مخې ، د دې دستګاه د جوړېدو لپاره مالي سرچينې هم موندل شوي او امريکا به په دې برخه کې زياته مرسته وکړي ، خو نوموړي د دې دستګاه د مالي لګښت په اړه څه ونه ويل .

شهراني وويل ، په پام کې ده چې دغه دستګاه د هېواد په شمال د جوزجان مرکز شبرغان کې،چې د اموسيند نفتي حوزې پورې اړه لري جوړه شي او ټاکل شوې ده ، چې په راتلونکيو ١٨ مياشتو کې د غه پلان عملي شي .

نوموړى وايي چې په افغانستان کې د پخواني شوروي له خوا د ١٩٨٠ کال په لسيزه کې د شوې سروې له مخې ، د هېواد په شمال کې د ( اموسيند او افغان تاجک ) په نفتي حوزو کې ١٥ تريليونه مترمکعب ګاز اټکل شوى دى .

دغه راز د کانونو وزير وويل چې د معتبرو نړيوالو بنسټونو څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې د نفت او ګازو شپږ لويې حوزې ، چې  د امو سيند ، د افغان تاجک او د هرات تېرپل نفتي حوزې تثبت شوي او  د کشکه  د کټواز  او د هلمند احتمالي  نفتي حوزې  شتون   لري .

د شهراني د معلوماتو له مخې ، افغانستان پخوا له توليدي اوبلن ګازو څخه په مزار شريف کې د کود برق په تصدۍ کې کار اخيسته او له ١٩٦٧ تر ١٩٨٨ کلونو يې يوه اندازه اوبلن ګاز د يوې نل ليکې له لارې پخواني شوروي ته صادراوه .

د افغانستان د برېښنا شرکت سوداګريز مرستيال انجنير ميرويس عالمي د کانونو وزارت له ياد شوي پلان څخه خوښي وښوده او زياته يې کړه چې دغه پروژه هېواد ته د بهرنيو هېوادونو وارداتي برېښنا کچه کمه او د هېواد اقتصاد به وده وکړي .

د هغه د معلوماتو مخې، دا مهال افغانستان له ازبکستان څخه ٣٢٠ ميګاواټه ، له ايران څخه ٨٠ ميګاواټه ، ترکمنستان څخه ٥٠ ميګاواټه او له تاجکستان څخه ٣٥ ميګاواټه برېښنا واردوي .

عالمي وويل چې د يادې دستګاه په جوړېدو به د جوزجان ، بلخ  او فاياب ولايتونو د برېښنا اړتيا د هېواد له توليدي برېښنا څخه پوره شي .    

دا مهال افغانستان پرته له وارداتي برېښنا څخه ٢٢٥ ميګاواټه توليدي برېښنا لري ، چې ٧٠ ميګاواټه يې د اوبو له توليدي دستګاوو او پاتې يې له حرارتي دستګاو څخه ده .

د يادونې ده ، چې شاوخوا يوه اونۍ مخکې په هېواد کې د اموسيند نفتي حوزې د استخراج او اکتشاف پروژې تړون د چين د نفتو له ملي شرکت سره لاسليک شو.

دغه راز د کانونو وزارت په پام کې لري، چې د افغان تاجک د نفتي حوزې څلور بلاکونه د راتلونکي زېږديز کال په دويمه مياشت کې په امريکا کې پانګوالو ته وروپېژني او تر هغه وروسته يې  داوطلبۍ ته وړاندې کړي

هغه وويل په پام کې ده ، چې د ١٣٩١ کال په دوبي کې په هرات کې د ( تيرپل ) په نوم  د نفتو حوزه  هم نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي .

يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې  تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.