ښرنه (پژواک ١٧ مرغومى ٩٠): یو ۱۷ کلن ځوان د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د وسله والو طالبانو له خوا دولت ته د جاسوسۍ په تور ووژل شو.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د مرغومي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته د دې خبرې د پخلي پرمهال وویل، چې دغه ځوان تېره شپه د مرکز ښرنې د محمدخېلو کلي ته څېرمه ووژل شو.
افغان زیاته کړه، نوموړی کس شېرخان نومېده، چې شاوخوا ۱۷ کاله عمر يې درلود او له دولت سره يې هېڅ دنده نه لرله.
د سیمې یو اوسېدونکى چې د نوم له اخيستو ډډه کوي، وايي چې د جمعي په ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې يې د ډزو اوازونه واورېدل او له هغه وروسته يې څو طالبان، چې په موټرسایکلو سپاره وو، ولیدل او په سیمه کې د یو تنکي ځوان جسد هم وموندل شو.
د نوموړي په خبره، وروسته دا جوته شوه چې نوموړی د چکان کلي اوسېدونکی او د امیرخان زوی دی.
که څه هم د طالبانو رسمي ویاند د دغه کس د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو په سیمه کې د طالبانو قوماندان شهاب الدین اتل د دې کس د وژنې مسوولیت پر غاړه اخلي او زياتوي، چې دغه کس يې دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې هم په دې ولایت کې څو ځوانان دولت او بهرنیو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن