مهترلام ( پژواک ١٨ مرغومى ٩٠ ) : په لغمان ولايت کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو يو موټر سيند ته ولوېد، چې له امله يې درې سرتېري ټپيان شول.
دا پېښه نن د مرغومي په ١٨مه، د سهار په څلورو بجو په الينګار ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
د الينګار ولسوال سيد شريف پاچا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو ځواکونو نن سهار وخته په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړل.
د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال د ولسوالۍ د سنګروا په سيمه کې يې يو موټر د زيات سرعت له مله سيند ته ولوېد.
ولسوال وايي چې د ملي اردو د نورو موظفينو له خوا ياد موټر او سرتېري له سيند څخه را ووېستل شول، چې پکې درې سرتېري ټپيان شوي وو.
نوموړي وويل چې د ملي اردو د ټپي سرتېرو لومړنۍ درملنه د ولسوالۍ په کلينيک کې وشوه او بيا په الوتکه کې کابل ته ولېږدول شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP