کلات (پژواک ١٨ مرغومى ٩٠): په زابل ولایت کې د ملي اردو یوه سرتېري پر بهرنیو پوځیانو ډزې کړي او دوه امریکايي عسکر يې ټپيان کړي دي.
په زابل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د دوهمې پلې لوا ویاند پامیري د مرغومي په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه پېښه نن (د مرغومي ١٨مه) مازیګر ناوخته رامنځ ته شوې ده.
د ده په خبره، د ملي اردو یوه سرتېري د دوهمې لوا له ګارنیزیون سره د لوبو په لوبغالي کې پر بهرنیو سرتېرو ډزې وکړې، چې له امله یې دوه سرتېري ټپیان کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د ایساف ځواکونو په ځوابي ډزو کې برید کوونکی وواژه.
پاميري وايي، چې ممکن برید کوونکي له وسله والو مخالفینو سره اړیکې درلودې؛ خو د پېښي په اړه پلټنې روانې دي.
په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم پېښه منلې ده.
د دغو ځواکونو له لوري پژواک اژانس ته وویل شول، چې دوى هم د هېواد په سوېل کې د یوې ورته پېښې په اړه معلومات ترلاسه کړي دي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.
سرچینې زیاته کړه، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او نور جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
دې ته ورته پېښې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځ ته شوې وې؛ خو په زابل کې دا لومړی ځل دی، چې یو افغان سرتېری پر بهرنیو سرتېرو ډزې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP