ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا له ګوانتانامو څخه د درې طالبانو له خوشې کېدو بې خبري وښوده

author avatar
9 Jan 2012 - 18:00
author avatar
9 Jan 2012 - 18:00

نن يوشمېر عربي او پاکستانيو رسنيو د نامعلومو سرچينو له خولې خبر ورکړى و، چې امريکا درې  مهم طالب قوماندانان له ګوانتانامو زندان څخه خوشې کړي دي.

سرچينو ليکلي ،چې د طالبانو دا درې قوماندانان هر يو ملا فاضل، ملانوري او ملاخيرخواه د يوه امريکايي عسکر رابرټ بګډال په مقابل کې خوشې شوي دي.

بګډران د ٢٠٠٩ زېږديز کال د جون په مياشت کې له پکتيکا ولايت څخه نيول شوى و او اوس هم له طالبانو سره دى.

پژواک خبري اژانس نن په دې اړه په کابل کې د امريکا سفارت سره اړيکه ټينګه کړه، چې په ځواب کې ورته وويل شول : (( موږ په دې اړه هېڅ معلومات نه لرو.))

وسلوالو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه  کوم غبرګون نه دى  ښودلى.

 څو ورځې مخکې د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې د امريکايي سرچينو په حواله ليکلي و ، چې امريکا غواړي ياد شوي درې طالب چارواکي له ګوانتانامو څخه خوشې او قطر ته يې وسپاري.

 ياد درې کسان د طالبانو د تحريک د پيل له مهمو کسانو څخه وو، چې ددوى د واکمنۍتر وروستيو ورځو پورې  يې  مهم رول درلود.

ملا خير الله خيرخواه د طالبانو د واکمنۍ  پر مهال د لنډې مودې لپاره د وياند په توګه، ورپسې د کورنيو چارو د وزير او د طالبانو دواکمنۍ د ړنګېدو پرمهال د هرات والي او تنظيمه رييس په توګه دنده ترسره کوله.

ملا نور الله نوري د زابل د شاه جوى ولسوالۍ اوسېدونکى  ، لومړى دلغمان او بغلان ولايتونو د والي په توګه او بيا د بلخ د والي او د شمال د تنظيمه رييس په توګه دنده ترسره کړې ده.

ملا فاضل د اروزګان ولايت اوسېدونکى دى ، چې د طالبانو پياوړى جنګي قوماندان و او وروسته بيا دطالبانو په واکمنۍ کې ددفاع وزارت دلوى درستيز په توګه يې دنده ترسره کوله. ملا  فاضل په شمال کې د طالبانو د جنګي قوماندان په توګه مهم رول ترسره کړى  دى .

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.