خوست ښار (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): امنيتي چارواکي وايي،چې په خوست کې دايساف ځواکونو په هوايي بريد کې دوه ماين خښوونکي وژل شوي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال ساعت ګل هوتک د مرغومي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام ناوخته د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د شمبوات په سيمه کې دوه ماين خښوونکي د ايساف ځواکونو په يوه هوايي بريد کې و وژل شول.
د هغه په وينا، دغو کسانو چې غوښتل يې د شمبوات او خوست ښار تر منځ پر غځېدلي سړک ماينونه ځاى پر ځاى کړي، د ايساف ځواکونو له خوا په نښه او له هوا څخه يې پرې بريد وکړ.
نوموړي وويل، چې د وژل شوو ماين خښوونکو مړي دغه مهال په خوست کې د ٢٠٣ تندر قول اردو اړوند د لومړۍ لوا په مرکز کې دي او غواړي، چې خپلو کورنيو ته يې ور وسپاري.
په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه نن پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان او بهرنيو ځواکونو تېره شپه د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د حقاني ډلې د يو قوماندان د نيولو په موخه عمليات ترسره کړي دي.
د سرچينې په وينا، د دغو عملياتو پر مهال يو شمېر وسله وال په نښه شول، چې د سړک پر سر يې ماينونه ځاى پر ځاى کول.
خبرپاڼه کاږي، چې په هوايي بريد کې دوه ماين خښوونکي ووژل شول او درې نور پليو ځواکونو ژوندي ونيول.
دغه راز د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند زياته کړه، چې تېره ورځ د خوست په صبريو ولسوالۍ د ملي اردو ځواکونو په عملياتو کې دوه تنه شکمن او يو شمېر وسلې او مهمات نيول شوي دي.
د ده په خبره، په نيول شويو وسلو او مهماتو کې ١٣ لاسي بمونه، ٥ د ماين پټاکۍ،يو ميل کلاشينکوف او يو شمېر نور مهمات شامل دي.
نوموړي وويل، چې دغه عمليات د فاتح ٣ په نوم دي، چې له څه مودې راهيسې په سيمه کې روان دي.