ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسلوالو طالبانو له افغان ماشومانو سره د بريتانوي سرتېرو ناوړه چلند وغانده

وسلوالو طالبانو له افغان ماشومانو سره د بريتانوي سرتېرو ناوړه چلند وغانده

author avatar
19 Jan 2012 - 15:55
وسلوالو طالبانو له افغان ماشومانو سره د بريتانوي سرتېرو ناوړه چلند وغانده
author avatar
19 Jan 2012 - 15:55

کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): وسلوالو طالبانو د بريتانوي سرتېرو له خوا له افغان ماشومانو سره د بداخلاقۍ چلند په سختو ټکو کې غندلى او دا يې د بشر ضد جنايت بللى دى.

تېره ورځ د افغانستان حکومت هم د بريتانوي ځواکونو له خوا له افغان ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخيستنه په کلکه غندلې او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه کړې وه.

د وسلوالو طالبانو له خوا نن (د مرغومي ٢٩مه) په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي، هغه کړنه غندي، چې دوه تنکي افغان ماشومان، يوه نجلۍ او دوه هلکان، چې عمرونه يې د لسو کلونو په شاوخوا کې دي، د څو بريتانوي سرتېرو له خوا د هغو د ځانګړو اندوامونو او شهواني غړو لمس کولو ته مجبور شوي دي.

په اعلاميه کې زياته شوې: ((د افغانستان اسلامی امارت په دې اړه خپل کلک غبرګون ښيي، دغه له کرکې او شرم نه ډکه کړنه غندي او دا د يرغلګرو عسکرو د اخلاقو د معيار په توګه نړيوالو ته ورپه ګوته کوي.))

د راپورونو له مخې، دوه بريتانوي سرتېري يوه ١٠ کلنه نجلۍ او دوه هلکان هڅوي، چې د هغوى شهواني غړي لمس کړي او له دغې صحنې يې ويډيو هم اخيستې ده.

راپورونه وايي، چې د بريتانيا حکومت دغه دوه سرتېري نيولي او ډېر ژر به يې محاکمه کړي.

تېره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو سرتېرو له خوا دا ډول ناوړه پېښې زياتې شوې او د هغوى دغه ډول کړنې د بهرنيو ځواکونو او خلکو تر منځ د باور او همکاريو د کمزورتيا لامل ګرځي.

په خبرپاڼه کې افغان حکومت د بريتانيا له حکومت څخه غوښتي وو، تر څو په دې اړه جدي څېړنې وکړي او ياد دوه سرتېري مجازات کړي.

د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم يوه ويډيو د يوټيوب په انټرنيټي پاڼه کې خپره شوې وه او په کې ښودل شوي وو، چې څلور امريکايي بحري (ميرين) سرتېري د درېيو وژل شوو طالبانو پر مړو متيازې کوي او له خندا ډکې تبصرې هم پرې کوي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.