Language

په بلخ کې به ۵۰ زره زده كوونكي ښوونځيو ته جذب شي

مزارشريف (پژواک  ۲۹ مرغومى ۹۰):د بلخ ولايت د پوهنې چارواکي وايي، چې په راتلونكي ښوونيز كال كې به ۵۰ زره زده كوونكي ښوونځيو ته جذب كړي.

د بلخ  دپوهنې رييس قيس مهرآيين د مرغومي په ۲۹مه، د مزارشريف ښار د سواد زده كړې د نهه مياشتنx دورې د زده كوونكيو د فراغت د مراسمو په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت كې به راتلوكي كال كې د پوهنې په برخه كې د ياد وړ كارونه وكړي.

نوموړي زياته كړه، چې دوى سږكال له دوولسم ټولګيو څخه ۱۰ زره زده كوونكي فارغ كړي، خو په راتلونكي ښوونيز كال كې به ۵۰ زره نوي زده كوونكي ښوونځيو ته جذب كړي.

د هغه په وينا ، دوى د ښوونځيو د ظرفيت د لوړوالي په موخه هم د پوهنې وزارت په چوكاټ کې يو لړ هڅې پيل كړې دي.

د پوهنې رييس وويل، چې په روانه مياشت كې به د بلخ  ولايت څه باندې۲۰۰ ښوونځيو ته له ۴۷زره افغانيو څخه تر ١٤١زره افغانيو پورې بوديجه وركوي.

نوموړي وايي، چې په دغه لړۍ كې يې تر دې دمه ۹۷ ښوونځيو ته د ظرفيت د لوړوالي په موخه بوديجه وركړې ده.

خو د ځينو ښوونځيو ښوونكي لا هم له خپلو ورپېښو ستونزو څخه سر ټكوي او د پوهنې رياست په نه همكارۍ تورنوي.

د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د جركلا كلي د منځني ښوونځي ښوونكي عبدالهادي پژواك ته وويل، چې له تېرو څو كلونو يې ښوونځى د ودانۍ د نه لرلو له ستونزې سره مخ دى.

نوموړي زياته كړه، چې دوى  څو ځلې د پوهنې رياست ته د ښوونځي د ودانۍ جوړولو وړانديز كړى،  خو لا يې مثبت ځواب نه دى وركړى.

د هغه په وينا، د دغه ښوونځي زده كوونكي له تېرو څو كلونو كنډر ته ورته حوېلۍ كې لوست كوي.

د پوهنې رييس وايي، چې دوى په را روان زېږديز كال كې د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو د جوړولو تابيا لري، خو كره شمېره يې په ډاګه نه كړه.

نوموړي د سواد زده كړې د فارغ شويو زده كوونكيو په اړه وويل، چې دوى نن د ۹ مياشتنۍ دورې له لوست څخه وروسته په پوره توګه باسواده شوي دي.

د هغه په وينا ، د سواد زده كړې دغه لړۍ په مزارشريف ښار كې د ELC كورس لخوا پر مخ يوړل شوه، چې نن يې ۷۰ كسان فارغ كړل.

د پوهنې رييس وويل، چې په فارغ شويو كسانو ۵۰ سلنه مېرمنې او نجونې دي او پاتې ځوانان او د پاخه عمر سړي دي.

۳۰ كلنې فيروزې چې له ۹ مياشتنيو زده كړې وروسته باسواده شوې  ، پژواك ته وويل، چې اوس يو ډول ارامي احساسوي.

نوموړي زياته كړه: ((مخكې داسې وم لكه څه چې رانه ورك وي، اوس ليكل او لوستل كولى شم او ډېر ورته خوشاله يم. ))

د پوهنې رييس وايي، چې د تېر يو كال په موده كې يې د همدې كورس له لارې په ۹ دورو كې د سواد زده كړې د روانې لړۍ په ترڅ كې يې ۶۰۰ كسان باسواده كړي دي.

همداراز نن په مزارشريف كې د مولانا طبي انسټيټيوټ لخوا د قابلګۍ په برخه كې ۴۷ نجونې فارغې شوې.

د بلخ ولايت د عامې روغتيا رييس ډاكټر ميرويس ربېع پژواك ته وويل، چې يادې فارغې شوې قابلې به په بلخ كې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې د كچې په راټيټېدو كې خورا مثبت رول ولري.

نوموړي زياته كړه، چې كه څه هم د تېر كال په پرتله په بلخ كې د ميندو د مړينې كچه ۲۰ سلنه كمه شوې ده، خو بيا په لرې پرتو سيمو كې لا هم دې ته اړتيا شته، چې خلك پوه شي او طبي اسانتياوې ولري.

د هغه په وينا، دى چمتو دى، چې فارغ شوې قابيلې د بلخ ولايت په بېلا بېلو كلينيكونو كې په دندو وګوماري.

فارغ شوې قابيلې زينب پژواك ته وويل، چې ډېر خوشاله ده، چې د يوې قابيلې په توګه د خپلو خلكو د خدمت جوګه ده.

نوموړې زياته كړه،  هوډ يې كړى، چې په سختو شرايطو كې د خپلو خلكو خدمت وكړي.