اسعد اباد (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکو د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا د ملکي خلکو د وژنې په غبرګون کې لاريون وکړ او ولسمشر کرزي ددې پېښې په اړه يوه پلاوى وټاکه.
تېره ورځ (د مرغومي ٢٨ مه) د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي پژواک خبري اژانس ته ويلي و ، چې د ايساف او افغان ځواکونو لخوا دوه ورځې مخکې، د څوکۍ په دېوه ګل سيمه کې عمليات پيل شوي وو او پرون پاى ته ورسېدل.
هغه زياته کړه، چې د دې عملياتو په ترڅ کې پنځه ملکي وګړي او دوه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
د والي په وينا، په وژل شويو ملکي وګړيو کې دوه ماشومان او يوه ښځه شامله ده.
خو په ختيځو ولايتونو کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې ددغو عملياتو په ترڅ کې اوه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
په دغه لاريون کې، چې نن ترسره شو د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د ډيوه ګل درې په سلګونو خلکو ګډون کړى و او له دولت څخه يې دپېښې د جدي څېړنې غوښتنه کوله.
د لاريون يوتن ګډونوال ضابط ګل وويل، چې دا درېيم ځل دى، چې د بهرنيو او افغان کومانډو ځواکونو له لوري په ډيوه ګل دره کې ملکي خلک وژل کيږي.
د هغه په وينا، د دوى د درې خلک د افغان دولت ملاتړي دي او زياتره ځوانان يې د ملي اردو او پوليسو په ليکو کې دندې ترسره کوي.
نوموړي وويل، چې د دوى په سيمه کې وسلوال نشته او د بيارغونې کارونه هم په کې په ښه ډول پرمخ ځي او کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځ ته شوې.
د لاريون يو بل ګډونوال مولوي معين الدين وويل، چې د ډيوه ګل درې خلک هر وخت د شپنيو عملياتو قرباني دي.
نوموړي ګواښ وکړ، چې که دغه عمليات او د ملکي خلکو وژنې ادامه ولري،د ټولې درې خلک به د دولت پر ضد پاڅون وکړي.
په دغه لاريون کې، چې د کونړ په مرکز اسعداباد کې ترسره شو، د دولت او امريکا پرضد په کې شعارونه ورکول کيدل.
له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي یو پلاوی موظف کړ، چې په کونړ کې د ناټو ځواکونو د بمبارۍ وروستۍ پیښه وڅیړي.
په هغه خبرپاڼه کې ، چې نن د ولسمشرۍ د دفتر لخوا پژواک ته لېږل شوې، راغلي ، چې حامدکرزي په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت د خلکو د استازي مولوی شهزاده شاهد په مشرۍ یو پلاوی موظف کړ، چې د دغه ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو د بمبارۍ وروستۍ پیښه وڅیړي، چې ویل کیږي ملکي وګړيو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ولسمشر، پلاوي ته دنده سپارلې ده، چې دغه پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او د خپلو موندنو رپوټ دې د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عنعنوي لويې جرګې په ٧٦ ماده ييزه پريکړه ليک په شپږمه ماده کې ويل شوي، چې په افغانستان کې دې د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې عمليات پاى ته ورسيږي او دغه عمليات دې د افغاني ځواکونو لخوا ترسره شي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، چې د ٢٠١١ زيږديز کال په منځنيو کې خپور شوى، په تېرو دريو مياشتوکې په افغانستان کې ٩٧١ ملکي وګړي وژل شوي ، چې په سلو کې ٧٧ د دولت د وسلوالو مخالفينو او په سلو کې ١٢ يې د ناټو ځواکونو لخوا ترسره شوي و.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن