جلال اباد (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٠): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د مقناطيسي ماين چاودنې له امله درې تنه ټپيان شول.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه، نن سهار (د مرغومي ٣٠مه) نهه نيمې بجې هغه مهال د تېلو په ټانکر کې رامنځ ته شوه، چې غوښتل يې د ننګرهار هوايي ډګر ته ننوځي.
هغه زياته کړه، چې په ټانکر کې له مخکې نه مقناطيسي ماين ځاى پر ځاى شوى و او مخکې له دې چې ټانکر هوايي ډګر ته ننوځي، والوت.
هاشمي زياته کړه، په دې پېښه کې د يوه سراچه موټر درې تنه سپرلۍ، چې له تورخم نه جلال اباد ښار ته روانې وې، ټپيانې شوې او موټر هم لږ څه زيانمن شوى دى.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه درې ټپيان چې نارينه دي، ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
امنيتي مسوولين وايي، تراوسه جوته نه ده، چې دغه ماين د چا له خوا او د څه لپاره په ټانکر کې ځاى پر ځاى شوى و؛ خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ په جلال اباد کې ښار کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې، چې په ترڅ کې يې د پژواک خبري اژانس د کمره مين په ګډون اووه تنه ټپيان شول.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن