Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د واورې او يخک له امله په ماهيپر کې لاره بنده شوه

جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د کابل-جلال اباد لويه لاره د ماهيپر په سيمه کې د واورې اورېدو او د سړک د يخک له مله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د اکرام الله په نوم د جلال اباد يوه اوسېدونکي، چې نن (د سلواغې ٢مه) کابل ته راغلى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ماهيپر نه لاندې له لومړۍ پول څخه نيولې بيا د څرخي پله تر تلاشۍ پورې ډېره واوره شوې ده.

هغه زياته کړه، پر سړک شوې واوره يخک شوې او له غرونو هم واورې پرې را ښوېيږي، چې له امله يې سلګونه موټر دواړو غاړو ته بند پاتې دي.

اکرام الله وايي، چې دوى له ډېرو ستونزو سره سره ځان کابل ته را ورساوه،خو وروسته بيا لاره د نورو موټرو پر مخ چورلټ وتړل شوه.

د کابل-سروبي د لويې لارې د ساتنې قوماندان حليم خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر ياده لاره له نن سهار راهيسې د موټرو تګ راتګ ستونزمن شوى و او اوس بيخې بنده شوې ده.

د نوموړي په وينا، چې دى خپله سيمې ته ورغلى،د مالګې او شګې اچول پرې پيل شوي او په هڅه کې دي، څو له غرمې وروسته لاره د ترافيکو پر مخ پرانيزي.

د سروبي-لغمان د لويې لارې قوماندان سمونوال شکور خان هم پژواک اژانس ته د لارې د بندېدو پخلى وکړ او ويې ويل، چې دوى په سرخکانو کې پوليس درولي او د موټرو چلوونکو ته د ماهيپر په سيمه کې د چينونو د تړلو توصيه کوي.

په کابل کې د جلال اباد د اډې يوه منشي صبرګل پژواک اژانس ته وويل، چې د لارې د بندېدو له امله پوليس د دوى موټرو ته اجازه نه ورکوي، چې د ختيځو ولايتونو په لوري وخوځېږي.

د فوايد عامې وزارت مرستيال احمدشاه وحيد پژواک اژانس ته وويل، چې د ماهيپر په ګډون د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې هم د واورې اورېدو او يخک د ترافيکو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې دوى هم شګه او مالګه ماهيپر ته رسولې او سيار مامورين يې په سيمه کې د لارې خلاصولو هڅې کوي.

نوموړي له موټر چلوونکو په کلکه وغوښتل، چې په ماهيپر کې دې خامخا چينونه وتړي او که دغه کار ونه کړي، نو د ترافيکي پېښو پر مهال يې د مرګ ژوبلې ګواښ ډېر دى.

د يادونې ده، په روان ژمي کې دغه درېيم ځل دى، چې په کابل او شاوخوا سيمو کې د واورې اورېدل پيل شوي او په لارو کې يې خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.