جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د ختيځو ولاياتو په ٥٣ اداري واحدونو کې له پنځو کلونو د کم عمر لرونکو ماشومانو له پاره د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق پيل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د سلواغې په ٢مه، د دې کمپاين د پيلېدو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو په ٥٣ اداري واحدونو کې د٥٥٠٠ رضاکارو او روغتياپالو له لوري د کمپاين درې ورځنى بهير پرمخ وړل کېږي.
نوموړي زياته کړه، په دې کمپاين کې ٧٧١زره ماشومانو ته واکسين کېږي او دا ځل يې په هره سيمه کې د سيمې خلک د کمپاين د تطبيق په موخه په دندو ګومارلي دي.
شېرزاد وويل، چې د ختيځ نورستان د کامدېش او برګمټال په ولسوالۍ کې يو لړ امنيتي او موسمي ننګونې شته، چې د کار پر وړاندې يې يو څه خنډ جوړ کړى دى؛ خو د ده د وينا له مخې، د سيمې د قومي مشرانو پر مټ به يې هوارې کړي.
د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او په افغانستان کې د يونيسف له لوري د روغتيا او سولې سفير رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې د ټول زون د کرکټ لوبغاړي به د خلکو د هڅونې په موخه له روان کمپاين سره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده چې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې، په کونړ او ننګرهارکې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ليدل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن