ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احدي: د سوداګرو ناسالم رقابت د نفتو بيه لوړه کړې

احدي: د سوداګرو ناسالم رقابت د نفتو بيه لوړه کړې

author avatar
26 Jan 2012 - 17:37
احدي: د سوداګرو ناسالم رقابت د نفتو بيه لوړه کړې
author avatar
26 Jan 2012 - 17:37

کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): په ترکمنستان کې د نفتو په مزايده کې د افغان سوداګرو له خوا ناسالم رقابت د نفتو بيه لوړه کړې ده؛ خو مخه به يې ونيول شي.

 دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوار الحق احدي د سلواغې په ٦مه، پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

 احدي وويل، هغه ځانګړې شوې کچه نفتي توکي، چې ترکمنستان يې په يوه مياشت او يا هم کال کې د افغانستان لپاره ځانګړي کوي، يو شمېر افغان سوداګر يې د تړون د ترلاسه کولو په موخه په خپل منځ کې  مزايده کوي او بيه يې لوړوي.

 هغه زياته کړه: ((طبعاً ترکمنستان هم په هغو افغان سوداګرو نفت پلوري، چې د نورو په پرتله يې په لوړه بيه اخلي.))

 نوموړي وايي، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په پام کې لري، د نفتو په مزايده کې د بې نظمۍ د مخنيوي لپاره چې د بيو د لوړوالي لامل کېږي، د ترکمنستان د نفتو په بازار کې د دې وزارت استازى  موظف کړي.

 سرچينه زياتوي، چې د وزارت استازى به د مزايدې پرمهال د تړون د ترلاسه کولو لپاره هغه سوداګر چې دغه بيې لوړوي، په نښه کړي.

 احدي وويل، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت به يادو شويو سوداګرو ته اجازه ورنه کړي، چې پېرلي نفتي توکي يې هېواد ته راوړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د معلوماتو له مخې، له ترکمنستان څخه شاوخوا ١٢ کورني شرکتونه افغانستان ته نفتي توکي واردوي.

د سرچينې په وينا، افغانستان په کال کې درې ميليون ټنه تېلو ته اړتيا لري، چې ٣٠ سلنه يې له ترکمنستان څخه راوړل کېږي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې له تېر لوى اختر راهيسې د يو کيلو اوبلن ګاز بيه له ٥٥ افغانيو، شاوخوا ١٠٠ افغانيو ته لوړه شوه؛ خو وروسته بيا د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په هڅو دغه بيه راولوېده.

دغه راز له شاوخوا ٢ مياشتو راهيسې په هېواد کې د يو لېټر ډيزلو بيه له ٥٧ او يو لېټر پټرولو بيې له ٥٦ افغانيو څخه تر ٧٠ افغانيو لوړې شوې.

دا مهال په کابل ښار کې يو لېټر ډيزل په ٦٥ افغانيو، يو لېټر پټرول په ٦٢ افغانيو او يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٥ افغانۍ پلورل کېږي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.