ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا يو شمېر خلک د مور او ماشوم روغتون د فعالېدو غوښتنه کوي

د پکتيا يو شمېر خلک د مور او ماشوم روغتون د فعالېدو غوښتنه کوي

author avatar
26 Jan 2012 - 12:08
د پکتيا يو شمېر خلک د مور او ماشوم روغتون د فعالېدو غوښتنه کوي
author avatar
26 Jan 2012 - 12:08

ګردېز (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): په پکتيا کې د مور او ماشوم په نوم جوړ شوی شل بستريز روغتون تړلی او خلک يې د پرانيستلو غوښتنه کوي.

د مور او ماشوم په نوم روغتون، چې يو کال وړاندې د بيات بنياد په مالي مرسته جوړ شوى، د زېږنتون په ټولو عصري او پرمختللو امکاناتو سمبال دی.

د پکتيا اوسېدونکي وايي، چې که دغه روغتون فعال شي، د زېږون پر مهال به د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه او په دې اړه به روغتيايي ستونزې تر ډېره راکمې شي.

د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکي سردار، چې ټکسي موټر چلوي، پژواک اژانس ته وويل، چې د ملکي روغتون زېږنتون ته په اونۍ کې درې څلور ځلې د کليوالو ناروغان ور وړي.

دی وايي: ((زه ټکسي لرم، د شپې او ورځې ملکي روغتون ته مريضان راوړم، خو چې پوښتنه ترې وکړم سر ترې ټکوي، چې دلته د زېږون پر مهال اړين وسايل نه شته، چې ډاکتر ترې ګټه واخلي.))

نوموړي زياته کړه، چې په تېره يوه مياشت کې يې درې ښځې له دغه روغتون څخه په خراب روغتيايي حالت کې کابل ته وړې دي.

د ګردېز د ملکي روغتون په زېږنتون کې يادې ستونزې د عامې روغتيا رياست چارواکي نه مني، خو په دغه روغتون کې يوه قابله، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل، چې په زېږنتون کې ستونزې ډېرې دي او د ناروغانو پاملرنه په لازم ډول نه کېږي.

د دې په خبره، د پکتيا په ملکي روغتون کې له زېږنتون پرته نورې روغتيايي چارې هم ښې نه دي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د عامې روغتيا رييس خان اغا مياخېل پژواک اژانس ته د بيات بنياد له لوري د مور او ماشوم جوړ شوي شل بستريز روغتون په اړه وويل، چې دی اوس راغلی او د دغه روغتون د پرانيستلو چارې يې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې له روغتيا وزارت څخه پلاوى راغلی و او د ولايت په مرسته به په نږدې راتلونکي کې ياد روغتون پرانيستل شي.

د ده په وينا، د ولايتي ملکي روغتون له زېږنتون څخه به يو واټ هلته ولېږدوي او ډېر ژر به يې د خلکو پر وړاندې پرانيزي.

خان اغا وويل، چې د عامې روغتيا رياست په پام کې لري، بيات روغتون ته يو عراده امبولانس او مسلکي پرسونل برابر کړي او د مرسته کوونکو په همکارۍ يې چارديوالي جوړه کړي.

نوموړی وايي، چې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د ولايتي پراختيايي پلان له مخې، په پام کې ده چې طبي مسلکي پرسونل ته د ساختماني چارو په پرتله ډېره پاملرنه وکړي.

د عامې روغتيا رييس زياته کړه: ((په کومه سيمه کې چې کلينيک جوړيږي، د روغتيا وزارت بايد د روغتون د فعالېدو لپاره امکانات پيدا کړي، خو ياد روغتون تر اوسه ځکه نه دى فعال، چې امکانات نه وو ورته برابر شوي.))

د بيات بنياد عامه اړيکو مسوول عبدالرحيم دانش پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى کار په سيمه کې د والي او وکيلانو په غوښتنه د مجهزې ودانۍ جوړول دي، نه د فنډ ورکول.

نوموړي زياته کړه، چې دا د عامې روغتيا په وزارت او اړوند رياست پورې اړه لري، چې روغتون ته څه ډول اوږدمهال او لنډمهال امکانات برابروي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي، چې د ولايت مقام په تېر يو کال کې له روغتيا رياست څخه څو ځلې غوښتي، چې د دغه روغتون د پرانيستلو چارې پيل کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د عامې روغتيا رياست ته د نوي رييس په راتګ او هڅو به ډېر ژر د مور او ماشوم ياد روغتون د ولايت مقام په همکارۍ پرانيستل شي.

د مور او ماشوم شل بستريز روغتون، چې په عصري وسايلو سمبال دی، په داسې حال کې تړلی پاتې دى، چې هره ورځ د ګردېز ملکي روغتون پخواني شل بستريز زېږنتون ته، د چارواکو په خبره تر څلوېښتو زياتې ولادي او نسايي ناروغان ور وړل کېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.