Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): وروسته له دې د بهرنيو هېوادونو د ليسانس کچې تحصيلي بورسونه هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د کانکور په ازموينه کې يې لوړې نومرې ترلاسه کړې وي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د محصلينو د چارو مرستيال بري صديقي د سلواغې په لسمه، په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په همدې موخه يې نوې تګلاره جوړه کړې، چې د وزيرانو شورا له خوا هم تصويب شوې ده.

هغه وويل چې د راتلونکي کال د وري په مياشت کې به له افغانستان سره د مرسته کېدونکو تحصيلي بورسونو او هغو بورسونو شمېر معلوم شي، چې لګښت يې دولت ورکوي.

دى وايي، چې د يادې تګلارې له مخې به د يادو بورسونو شمېر او په ولايتونو کې د کانکور ازموينې د ګډنوالو سلنې ته په پام سره، هغه کسان به دغه بورسونه تر لاسه کړي، چې په دې ازموينه کې يې تر نورو لوړې نومرې تر لاسه کړې وي.

  هغه وويل، چې هر ولايت ته د يادو تحصيلي بورسونو لږ تر لږه شمېره به لس وي.

صديقي د پژواک خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل، هغه کسان هم کولاى شي د دې بورسونو غوښتونکي شي، چې په کانکور کې لوړه نومره ولري؛ خو بې پايلې پاتې شوي وي. 

 په کانکور کې کېداى شي يو څوک د بېلګې په توګه له ټولو ٣٥٠ نومرو څخه ٣٠٠ نومرې تر لاسه کړي، خو له دې امله چې د پوهنځي ټاکنه يې لوړه وي، بې پايلې پاتې شي.

تر دې دمه هر کال د تحصيلي بورسونو لپاره ځانګړې ازموينې اخيستل کېدې.

 صديقي وويل، چې د ماسټرۍ او دوکتورا درجې د تحصيلي بورسونو لپاره به سږ کال هم ځانګړې ازموينه واخيستل شي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال شاوخوا دوه زره افغانان هندوستان، پاکستان، ترکيې، روسيې، جاپان، قزاقستان او يو شمېر نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره استول شوي دي.  

له يادو کسانو څخه ٣٥٠ تنه يې د دولت په لګښت استول شوي او پاتې نور بورسونه د بېلابېلو هېوادونو له خوا مرسته شوې ده.

صديقي وويل، چې دا مهال نږدې پنځه زره افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې په زده کړو بوخت دي.

دغه راز صديقي په نننۍ خبري ناسته کې د روان کال د کانکو ازموينې په اړه هم معلومات ورکړل.

د ده په وينا، سږ کال د کانکور د ازموينې لپاره ١٦٠زره د دولسم ټولګيو فارغانو نوم ليکنه کړې او ښايي له دې ډلې څخه شاوخوا ١٥٠زره کسان ګډون وکړي.

ده وويل، ټاکل شوې ده چې سږ کال د کانکور له ګډونوالو څخه ٣٥زره تنه د لوړو زده کړو دولتي موسسو او ٥٠زره يې د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته جذب شي.

سرچينې زياته کړه، چې تراوسه د هېواد د ٢٨ ولايتونو په ٣١ حوزو کې د کانکور ازموينه اخيستل شوې او په پام کې ده چې د  ميدان وردګو، پروان، پنجشېر، لوګر او کاپيسا ولايتونو د کانکور ازموينه د روانې مياشتې تر ٢٠مې واخيستل شي.

  هغه وويل چې د کابل د کانکور ازموينه به هم د روانې مياشتې تر پايه واخيستل شي.

 دى وايي، چې د کانکور د ازموينې پايلې به د راتلونکي کال (١٣٩١) په پيل کې اعلان شي.

تېر کال د کانکور په ازموينه کې ١٢٨زره تنو ګډون درلود، چې له دې ډلې څخه شاوخوا ٣٠زره د دولتي لوړو زده کړو موسسو او ٢٢زره د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.