ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو دوه تنه د تښتوونکو له منګولو راخوشې کړل

پوليسو دوه تنه د تښتوونکو له منګولو راخوشې کړل

author avatar
31 Jan 2012 - 18:57
پوليسو دوه تنه د تښتوونکو له منګولو راخوشې کړل
author avatar
31 Jan 2012 - 18:57

کابل ښار (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د کابل پوليسو يو ماشوم او يو ځوان د تښوونکو له منګولو راخوشې کړل او په دې تړاو يې دوه تنه ونيول.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون د پوليسو مطبوعاتي مسوول حشمت الله ستانکزي نن (د سلواغې ١١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو ١٣ کلن ماشوم او ٢٠ کلن ځوان، چې د تښتوونکو له خوا تښتول شوي وو، د تښوونکو له منګولو څخه راخوشې شول.

 نوموړي زياته کړه، چې د کابل ښار د يوه ښوونځي زده کوونکى محمد عثمان دوه مياشتې مخکې د هوايي ډګر له سړک څخه او همدارنګه احمد فهيم (ځوان) درې ورځې مخکې د کابل ښار له لومړۍ ناحيې څخه تښتول شوي وو.

 ستانکزي زياته کړه، چې محمد عثمان د کابل د شکردرې ولسوالۍ ته لېږدول شوى وو او تښوونکو د نوموړي د خوشې کېدو په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې وه؛ خو پوليسو وکولى شول، چې تېره ورځ دغه ماشوم د کابل د ميربچه کوټ په ولسوالۍ کې پرته له دې چې تښوونکي د پيسو په اخيستلو بريالي شي، راخوشې کړ.

 سرچينې د پيسو اندازه په ډاګه نه کړه، خو زياته يې کړه چې د ماشوم د تښتونې په تور يو تن نيول شوى او د دغې ډلې د نورو غړو د نيونې لپاره هڅې روانې دي.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون د پوليسو مطبوعاتي مسوول د دويم کس په اړه وويل، چې احمد فهيم د يو شمېر ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوى او د پغمان ولسوالۍ ته يې لېږدولى وو.

 نوموړي زياته کړه، چې تښتوونکو د دغه ځوان د خوشې کېدو په بدل کې ٥٠٠زره امريکايي ډالره غوښتي وو؛ خو تېره ورځ له تښتوونکو څخه يو تن په ميرويس ميدان (کوټه سنګي) کې ونيول شو او تښتول شوى کس د هغوى له منګولو څخه خوشې شو.

 ستانکزي زياته کړه، چې  د تښتوونکو د ډلې د پاتې نورو کسانو د نيولو په موخه د پوليسو هڅې روانې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ، پوليسو څلور وسله وال کسان چې يو سوداګر يې د کابل ښار د يوولسمې ناحيې په سيمه کې تښتولى وو، ونيول.

 دغه سوداګر ډاکټر نيازي نومېږي، چې پنځه شپې يې د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د تايمني د څلورم سړک په سيمه کې په يوې تهکوي کې تېرې کړې وې او تښتوونکو د هغه د خوشې کېدو په بدل کې د درې ميليونو ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو نوموړى په دې وتوانېد چې د تښتوونکو له منګولو څخه وتښتي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.