Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له طالبانو سره د تړاو په تور شپږ تنه ونيول شول

غزني،کلات (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): افغان او نړيوالو ځواکونو د غزني او زابل ولايتونو په بېلابېلو ولايتونو کې له وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور د يوه ملا امام په ګډون شپږ تنه نيولي دي.

د غزني د والي وياند مدثر افغان د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان او نړيوالو ځواکونو تېره شپه د خوګياڼو ولسوالۍ د خاشا او ولي کلا په سيمو عمليات ترسره کړي دي.

د هغه په وينا، د عملياتو په ترڅ کې پنځه تنه شکمن نيول شوي او يوه اندازه وسله هم ترلاسه شوې ده.

دى و ايي، د عملياتو پر مهال کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې او نه عامو خلکو ته کوم زيان اوښتى دى.

خوګياڼي د غزني په نا امنو سيمو کې راځي، چې له ښار لوېدېځ ته په ١٥ کيلومترۍ کې پرته ده.

وسلوال طالبان دا مني، چې په ياده سيمه کې عمليات شوي، خو د دوى ملګري له عملياتو خوندي پاتې شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې بهرنيو ځواکونو څلور کليوال له ځان سره وړي دي.

د سيمي خلک هم وايي، چې تېره شپه يې نا ارامه تېره کړه او د شپې له دوولسو بجو پر سيمه الوتکې ګرځېدې.

د عبدالهادي په نوم يو تن وايي، چې د خاشا او ولي کلا دواړه کلي د سهار تر اتو بجو کلابند او تلاشي په کې روانه وه.

د ده په وينا، امنيتي ځواکونو څو تنه له ځان سره وړي، خو په اړه يې نور معلومات نه لري.

بلخوا افغان او نړيوال ځواکونه وايي، چې د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال دوه مخالفين نيولي دي.

د ايساف ځواکونو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه کسان تېره ورځ د شاجوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې نيول شوي د پوښتنو لپاره افغان ځواکونو له ځان سره وړي دي.

د شاجوى ولسوال محمدصديق پژواک ته وويل، چې ګډو ځواکونو د چورلکو په وسيله شاجوى ولسوالۍ د تازي په سيمه کې عمليات کړي او د ملا ابراهيم په نوم يو ملا امام يې له ځان سره ژوندی وړی دی.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه دا نه ده معلومه، چې نيول شوي تن له وسلوالو طالبانو سره اړيکې لرلې او کنه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.