Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوليسو ديوه افسر په ګډون ١٠ تنه دغلا په تور ونيول شول

کلات (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې په دوو بېلابېلو پېښو کې يې د يوه پوليس افسر په ګډون لس تنه د غلا په تور نيولي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د سلواغې په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ ډله تېره شپه د کلات ښار اړوند د سينک په سيمه کې نيول شوې ده.

د ده په خبره، يو شمېر کسانو، چې د ايساف ځواکونو درې ټانکره تېل يې غلا کړي وو، غوښتل د سينک په سيمه کې يې وپلوري، چې پوليس ورباندې خبر شول او اته کسان يې ونيول.

هغه زياته کړه، چې له نيول شوو کسانو سره دوه د تېلو ډک ټانکرونه نيول شوي او يو بل ټانکر، چې خالي شوى و، ورڅخه ۳۹ بېلره تېل ترلاسه شوي دي.

د فراهي په وينا، دغه ډول تېره شپه دوه تنه، چې له يو کور څخه يې غلا کوله، د پوليسو له خوا لاس په لاس ونيول شول.

د امنيت امر وايي، چې په نيول شوو کې د پوليسو يو ساتمن هم شامل دى، د کلات ښار د هزاري په سيمه کې يو کور ته ور اوښتي وو او له کور څخه يې يوه اندازه نغدې پيسې غلا کړې وې.

نوموړى وايي، چې د سيمې اوسېدونکو پر وخت پوليسو ته خبر ورکړ او پوليسو هم دغه غله د پېښې په ځاى کې ونيول او غلا شوې پيسې يې هم بېرته د کور خاوند ته وسپارلې.

فراهي وويل، چې له نيول شوو کسانو څخه اوس مهال په امنيه قوماندانۍ کې پوښتنې ګروېږنې روانې دي او وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

د زابل امنيتي چارواکي په داسې حال کې د غلو د دوو ډلو د نيولو خبر ورکوي، چې په دې وروستيو کې د کابل-کندهار د لويې لارې يو شمېر مسافرين د زابل په ساحه کې پر دغې لويه لاره د غلا او شکونو د پېښو له زياتوالي سر ټکوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.