ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
5 Feb 2012 - 12:15
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
5 Feb 2012 - 12:15

کابل ښار (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو، چې خپله اونۍ يې د ميلادالنبي صلى الله عليه وسلم د مبارکې زوکړې له امله د رخصتۍ په له امله يوه ورځ وروسته پيل کړې، بيا يې هم په خپلو سرمقالو کې د افغانستان د سولې پروسه څېړلې او تر ډېره بريده يې په دې پروسه کې د پاکستان ونډې ته اشاره کړې ده.

د ارادې ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د دې پوښتنې په را ولاړولو سره، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول تر کومه بريده دى؟ کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزېرې مېرمن حنا رباني کهر سفر څېړي او د لوېديځو رسنيو هغه خبر ته هم اشاره لري، چې وايي د پاکستان لومړۍ وزير به د دوشنبې په ورځ قطر ته سفر وکړي، ترڅو د افغانستان د سولې پروسې په اړه د قطر له چارواکو سره خبرې وکړي.

اراده ورځپاڼه په دې اند ده، چې د افغانستان د سولې روانه پروسه د ګاونډيانو، په تېره بيا د پاکستان له رېښتوني همکارۍ او مرستې سره مستقيم تړاو لري او بايد دغو ګاونډيو هېوادونو، په تېره بيا پاکستان ته د سولې د قضيې د مهم اړخ په سترګه وکتل شي او په همدې بڼه ورسره تعامل وشي.

د ملي ارمان ورځپاڼه هم د افغانستان په پېښو کې د پاکستان ونډه څېړلې او په دې اند ده، چې کابل ته په خپل وروستي سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزېرې وکولاى شول، هغه څه يې چې غوښتل ترلاسه کړي.

ملي ارمان ورځپاڼه د ناټو هغه پټ راپور ته هم اشاره لري، چې کابل ته د مېرمن حنا رباني کهر د سفر په ورځو کې خپور شو او په کې راغلي وو، چې پاکستانى پوځ له وسلوالو طالبانو سره مرسته او همکاري کوي او په دې اړه يې د افغانستان دولت چوپتيا، د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان د مداخلې تاييد ګڼلى دى.

د سرنوشت ورځپاڼې هم په خپله نننۍ سرمقاله کې په همدې اړه ليکلي دي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزېرې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د قطر د خبرو د شنډولو هڅه وکړه او اوس دغه هېواد غواړي قطر ته د خپل لومړي وزير په لېږلو سره خپل ځان په دې ډول خبرو اترو کې ورښکېل کړي.

 سرنوشت ورځپاڼه د ښکېلو لوريو دريځونو ته په کتنې سره ليکي، داسې نه ښکاري، چې د قطر خبرې اترې دې په رښتيا د افغان سولې لپاره وي، بلکې د زمانې په تېرېدو سره داسې ښکاري، چې دا خبرې اترې تر ډېره د امريکايي ګټو د خوندي توب لپاره يوه هڅه ده.

 .

د ملي باور ورځپاڼه هم ورته نظر لري او ليکي، چې پاکستان وروسته تر هغې، چې د قطر د خبرو اترو په اړه يې هڅې ناکامې شوې، اوس غواړي په دې پروسه کې ځان ورښکېل کړي.

ملي باور بيا د سولې د خبرو اترو په اړه د افغان دولت دريځ هم ناسم ګڼي او په دې نظر ده، چې افغانستان په داسې يوه وضعيت کې نه دى، چې له دې پروسې سره يې مخالفت کوم ځاى ونيسي او د ورځپاڼې په خبره، د ميدان پرېښودل او ځان ګوښه کول هم کومه ګټه نه لري.

خو د خدمتګار ورځپانه بيا د سرنوشت او ملي باور ورځپاڼې د نظرونو د تاييد ترڅنګ په دې اند ده، چې د پاكستان د بهرنيو چارو وزيرې ونه كړاى شول د خپل سفر په ترڅ کې افغان دولت د قطر د خبرو پر وړاندې بغاوت ته وهڅوي او اوس قطر ته د خپل لومړي وزير په لېږلو سره غواړي د خبرو اترو پر دغې پروسې ځان وتپي.

خدمتګار ورځپاڼه د دې پوښتنې پر وړاندې کولو سره، چې پاکستان له قطر نه څه غواړي؟ وړاندې ليکي، چې پاكستان په افغانستان كې د ستراتيژيكو امتيازونو غوښتونكى دى، چې تمه لري له امريكا او طالبانو سره يې د معاملې له لارې ترلاسه كړي، خو په پاى کې دا نظر څرګندوي، چې د قطر د خبرو بهير ته د پاكستان ورګډول طالبان ګوښې ته وهي، ابتكار ورځنې اخلي او طالبان يې بايد مخالفت وكړي.

د ماندګار ورځپاڼه بيا په افغانستان کې د سولې د روانو خبرو اترو په اړه په دې اند ده، چې دا خبرې اترې افغاني نه دي، امريکا او طالبانو تر اوسه د پټو خبرو اترو له لارې يو لړ پټ توافقات ترسره کړي دي.

ماندګار کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې سفر په دغه نامه، چې پاکستان د خبرو اترو په جريان کې نه دى، هغه نمايشي ګڼي او په دې نظر ده، چې پاکستان تر اوسه هم پر طالبانو برلاسي لري او د طالبانو هره نوې ستراتيژي د پاکستاني استخباراتي ادارې په مرسته او لارښونه جوړېږي.

د هېواد دولتې ورځپاڼه هم کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې سفر ته اشاره کوي او په دې نظر ده، چې دغه سفر او د هغه په ترڅ کې ترسره شوې خبرې اترې ښيي، چې په افغاسنتان کې سوله او ثبات د سيمې او ان د نړۍ په ګټه دى.

د هېواد ورځپاڼه په دې اند ده، چې کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې سفر څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه يو ځل بيا د دواړو ولسونو د ګټو د خوندي توب پر لاره وړاندې ځي.

د ويسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې په افغانستان کې د تېر کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د يوناما خپاره شوي راپور ته اشاره کړې ده.

 ويسا ورځپاڼه په داسې حال کې، چې په دغه راپور کې وړاندې شوې شمېرې تر ډېره بريده ناسمې ګڼي، په دې نظر ده، چې نړيوالې ټولنې د بُن له لومړي كنفرانس وروسته په افغانستان كې سياسي او پوځي حضور درلود، افغان ولس ته يې چې كوم شنه باغونه ورښودل هغه ټول دروغ وختل.

دولتي ورځپاڼه انيس هم خپله نننۍ سرمقاله په پاکستان کې د افغان سوداګرو د مالونو ودرلوته ځانګړې کړې ده او د دغه کار لامل د پاکستان له خوا د بېځايه بهانو جوړول ګڼي.

انيس ورځپاڼه د پاکستان د دغه کار د دوام اثرات د دواړو هېوادونو د اړيکو او ښه ګاونډيتوب لپاره ښه نه ګڼي او په دغه نظر ده، چې که چېرې پاکستان غواړي له دې وسيلې د ځانګړو موخو لپاره د فشار د يوې حربې په بڼه کار واخلي، نو بيا هم د ورځپاڼې په خبره، افغانستان له دغې ستونزې د وتلو لپاره ډېرې نورې لارې لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.