زرنج (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): طالبانو د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه ووژل.
دخاشرود امنيه قوماندان سرڅارمن عبدالجليل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ طالبانو د خاشرود ولسوالۍ د قلعه نور سيمې دوه اوسېدونکي پر ډزو ووژل.
هغه وويل:((وژل شوي ملکي وګړي وو، له دولت او بهرنيو ځواکونو سره يې هېڅ اړيکې نه درلودې.))
هغه زياته کړه،چې طالبانو وروسته په دغو کسانو د جاسوسۍ تور ولګاوه او ويې وژل، چې له هغوى نه يې ثريا ټېلېفونونه ترلاسه کړل.
د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزي پژواک ته وويل، چې ددغو کسانو له وژلو خبر شوي، خو د پېښې د جزئياتو په اړه معلومات نه لري.
د نيمروز د ولايتي شورا غړي مولوي ګل محمد دطالبانو لخوا د جاسوسۍ په تور د خاشرود د دوو اوسېدونکو د وژلو پخلى وکړ او ويې ويل، چې دغه کسان د تيموري قوم اړوند وو او له بهرنيو ځواکونو سره يې اړيکې نه درلودې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په اوږدو کې د دې ولسوالۍ شپږ نور اوسېدونکي هم په ورته تور د طالبانو لخوا وژل شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن