Language

مزارشريف (پژواك ١٧ سلواغه ٩٠): د بلخ د مركز مزارشريف ښار د کرايي کورونو اوسېدونکي وايي، چې په دغه ښار کې د نفوس له زياتوالي سره د کورونو کرايې لوړې شوې او له امله يې دوى له سختو ستونزو سره مخ دي.

په مزارشريف کې، چې د هېواد په شمال کې ستر فرهنګي، اقتصادي او تجارتي مرکز بلل کېږي، د روضې شتون د دغه ښار اهميت لا زيات کړى؛ ځکه هر کال د پسرلي په پيل کې په لسګونو زره کسان د هېواد له ګوډ، ګوډ څخه د ګل سرخ په ميله کې، چې ٤٠ ورځې دوام کوي، د ګډون لپاره دغه ښار ته ځي.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، پنځه کاله مخکې د مزار ښار نفوس دوه سوه زره وو، خو اوس دغه کچه له درې سوه زرو څخه اوښتې ده.

د مزار ښار اوسېدونکي وايي، چې له تېرو درې څلور كلونو را په دېخوا په دغه ښار كې د كورونو كرايه دوه برابره زياته شوې ده.

دوى له دولت څخه د كرايي كورونو د كرايې د كنټرول او څارنې غوښتنه كوي.

عبدالباري، چې پلرنۍ سيمه يې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ ده او له تېرو لسو كلونو په مزارشريف ښار كې له خپلې كورنۍ سره اوسېږي او دولتي دنده لري، پژواک خبري اژانس ته وويل : ((په مزار كې د كورونو كرايه دومره لوړه شوې، چې نور ترې تېښتې ته راغلى يم.))

نوموړى، چې په يو برېښنايي شركت كې كار كوي، په لومړيو وختونو كې په دولتي كور كې اوسېده او دغه ستونزه يې ډېره نه شوه درك كولاى، خو له تېرو پنځو كلونو، چې په كرايې كور كې اوسېږي نو وايي، چې د هر كال په تېرېدو كرايې زياتېږي.

د هغه په وينا، دى د مزار ښار په لومړۍ ناحيه كې د مارمل پر سړك كې په يوه كرايي كور كې اوسېږي، چې د مياشتې يې ۱۰زره افغانۍ كرايه وركوي.

عبدالباري وويل، په كوم كور كې چې دى اوسېږي، څلور خونې لري، خو درې كاله مخكې يې د څلورو خونو لرونكى كور په ۴زره كرايه كړى و.

په كرايي كورونو كې د مزارشريف يو شمېر اوسېدونكي بيا وايي، چې په دغه ښار كې د دولت د نه پاملرنې له امله دغه ستونزه رامنځ ته شوې، چې هر سړى خپل كور په خپله خوښه په كرايه وركوي.

شېرمحمد، چې له تېرو ۶ كلونو په مزارشريف ښار په كرايي كور كې ژوند كوي، د كرايې له لوړوالي سر ټكوي.

نوموړي زياته كړه، چې د زوى د دندې له امله مجبور شوى، چې له خپلې سيمې بغلان ولايت څخه مزارشريف ته شپږ كاله مخكې له كورنۍ سره كډه شي.

د هغه په وينا، په لومړيو وختونو كې يې كې د شپږو خونو لرونكى كور، چې د ښار په مركزي برخه كې هم و، په ۶زره افغانيو كرايه كړى و.

شېرمحمد وويل، چې اوس يې د ښار په لرې برخه بخدي كارته كې د څلورو خونو خامه كور په ۱۱زره افغانۍ كرايه كړى دى.

نوموړي زياته كړه، چې كه چېرې دولت د كورونو د كرايو لپاره منظم پلان او څارنه لرلاى، نو ګټه به كرايه وركوونكي او كرايه اخيستونكي دواړه ته رسېده.

د هغه په وينا، كور د ژوند له مهمو ضرورتونو څخه دى، خلك مجبور دي په هر بيه يې كرايه كړي، خو دولت بايد جدي څارنه ولري.

خو د مزارشريف ښار د معاملاتو د لارښوونې مسوولين وايي، چې په ښار كې د نفوسو د زياتوالي له امله د كرايي كورنو بيې لوړې شوې دي.

د مزارشريف په بخدي كارته كې د صالح معاملاتو د لارښوونې مسوول عبدالحميد پژواك اژانس ته وويل، چې د كور د كرايې معامله د دواړو خواوو په خوښه ترسره كېږي.

نوموړي زياته كړه: ((هېڅوك چا ته په زوره خپل كور په لوړه بيه په كرايه نه وركوي، كرايه وركوونكى ځي، كور ګوري، خوښېږي يې او بيا يې ورسره قرارداد كوي.))

د هغه په وينا، د مزارشريف ښار اوس له ننه درې كاله پخوانى ښار نه دى، د ښار په هره برخه كې بدلون راغلى، د هر څه بيې لوړې شوې، نو ورسره د كورونو كرايه هم لوړه شوې ده.

عبدالحميد وويل، څومره چې له نورو ښارونو ډېر خلك دغه ښار ته راځي، هومره د ډېرو كورنو اړتيا وي او همدا اړتيا كرايه پورته كوي.

نوموړي زياته كړه، چې د كرايي كورونو د كرايو د لوړوالي بنسټيز لامل په دغه ښار كې د نفوس زياتوالى دى، چې كال په كال ډېرېږي.

همداراز د شور دښتې په لويه لاره د ذبيح الله مرادي د معاملاتو د لارښوونې مسوول خداى بېردي هم دا خبره مني، چې د كرايي كورونو بيې خورا لوړې شوې دي.

نوموړي زياته كړه، چې كه دولت وغواړي، دغه ستونزه حل كېدى شي.

د هغه په وينا، د كورونو د جوړښت، د ښار د مركزي برخې د واټن او د خونو د شمېر له مخې، كه چېرې د دولت له خوا ټاكلې كرايه په نظر كې ونيول شي، نو په اسانه ستونزه حل كېدى شي.

خو د بلخ د قضايي چارو مسوولين، چې د معاملاتو د لارښوونې د څارنې مسووليت هم لري، په مزار ښار كې د كورونو د كرايو لوړوالى مني.

د دغه ولايت د قضايي چارو امر عبدالبصير خدنګ پژواك اژانس ته وويل، چې په ښار كې د نفوس د زياتولي له امله د كورونو اړتيا ډېره شوې ده، نو د كورونو مالكانو كرايې لوړې كړې دي.

نوموړي زياته كړه، چې تر دې دمه د دولت په قانون كې د كورونو د كرايې د لوړوالي او ټيتوالي په اړه كومه ځانګړې لاره نه لري.

د هغه په وينا، دوى بيا هم هڅه كوي، چې د ورته ستونزو مخنيوى وكړي.

خدنګ وويل، چې په مزارشريف ښار كې نږدې د معاملاتو د لارښوونې ۴۰۰ دفترونه د كورونو پر كرايو وركولو چارې پر مخ وړي.

نوموړي زياته كړه، چې د تېرو شپږو مياشتو په اوږدو كې له ۳۰ تر ۴۰ د لارښوونې دفترونه يې د ناكاره معاملو د ترسره كولو په تور تړلې دي.

Related Topics