ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
8 Feb 2012 - 14:31
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
8 Feb 2012 - 14:31

کابل ښار (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو په خپلو سرمقالو کې بېلابېل موضوعات را اخيستي، چې غټ ټکي يې په درسي کتابونو کې د تېرو څلوېښتو کلونو د تاريخ لرې کول، افغان دولت ته پروان زندان، چې پخوا د بګرام په نوم يادېده، د مسؤوليت لېږد او په واک کې د افغان دولت د مخالفينو د ورګډولو لارې چارې، يادولاى شو.

د هشت صبح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان د پوهنې وزارت له خوا له درسي کتابونو څخه د تېرې څلوېښت کلنۍ تاريخي دورې د لرې کولو موضوع را اخيستې ده او د دې پوښتنې په مطرح کولو سره، چې د تېرو څلوېښتو کلونو له لوړو او ژورو څخه د ډک تاريخ لري کول به، چې د روځپاڼې په خبره کولاى شي د راتلونکي پر لور لاره خلاصه کړي، څه پايلې ولري؟ په دې نظر ده، چې د پوهنې وزارت کولاى شول د ټولو لپاره د منل شوې يوې لارې په خپلولو سره په بشپړې بې پرې والي سره د تېرو څلوېښت کلونو پېښې را غونډې او خلک له هغه نه باخبره کړي.

هشت صبح وړاندې ليکي، چې اوس د پوهنې د وزارت دنده دا ده، چې د يوه سالم درسي نظام په کارولو سره د هغو بنسټېزو معلوماتو له وړاندې کولو څخه، چې د هېواد د راتلونکي لپاره اړين ګڼل کېږي، خپل ځان يوې څنډې ته نه کړي.

د ملي باور ورځپاڼې بيا د پروان د امريکايي زندان د بنديانو لېږد او افغان دولت ته د دغه زندان د مسؤوليت د لېږدولو په اړه ليکنه کړې او ليکي، چې لا تر اوسه هم افغان دولت ته د دغه محبس د واک د لېږد په اړه شکونه شته دي.

ورځپاڼه د پروان له امريکايي زندان څخه د پلچرخي زندان ته د افغان بنديانو د لېږد لړۍ ته اشاره کوي او هيله منه ده، چې نه يوازې له پروان زندانه، بلکې د ورځپاڼې په خبره، د افغانستان په خاوره کې به له ټولو هغو زندانونو څخه، چې د بهرنيو عسکرو له خوا اداره کېږي، هغو زندانونو ته، چې واک يې له افغان دولت سره دى، ولېږدول شي.

د افغانستان ورځپاڼه بيا د راتلونکي ١٣٩١کال د بوديجې په اړه ليکنه لري، چې د مشرانو جرګې ته د څېړنې په موخه استول شوې او د دې بوديجې په طرحه کې يې د عدالت او توازن د نه په پام کې نيولو په اړه يو شمېر نيوکو ته ګوته نيولې ده.

د افغانستان ورځپاڼه په دې اند ده، چې هر کال د بوديجې په اړه نيوکې شتون لري او دا نيوکې د افغانستان د بېلابېلو سازمانونو او خلکو له خوا مطرح کېږي، چې د ورځپاڼې په خبره، بايد د بوديجې جوړونکي ورته پاملرنه وکړي او د هغې په لرې کولو کې هڅه وکړي.

د سرنوشت ورځپاڼه له افغانستان سره د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې ترسره شوې مرستې او د هغې اغېزې څېړلې دي او ميلياردونه ډالره مرستې يې د ميلياردونو ستونزو زېږنده ګڼلې ده او په دې نظر ده، چې په تېرو لسو کلونو کې د نړيوالو مرستو په مټ د هېواد په ځينو برخو کې ځيني پرمختګونه شوي، خو د ورځپاڼې په خبره، دا چې دا پرمختګونه پر طبقاتي بنسټ دي، نو ځکه يې اغېز هم طبقاتي و.

سرنوشت وړاندې ليکي، چې زموږ د اقتصاد او له زموږ سره دمرستو تهداب په ناوړه ډول اېښودل شوى؛ ځکه نو د ورځپاڼې له نظره زموږ اقتصاد موږ ته يوازې سوالګر ماشومان راکوي او څومره چې زموږ اقتصاد او بهرنۍ مرستې په همدې ډول دوام کوي، همدومره به مو له ناوړه حالت سره مخ کوي.

د ويسا ورځپاڼې بيا د هېواد په شمالي ولايت سرپل کې د خلکو پرله پسې مظاهرو او احتجاجونو ته کتنه کړې او د دغو احتجاجونو لامل يې که له يوې خوا د والي په بې کفايتۍ او په ولايتي اداره کې د فساد شتون ګڼلى دى، له بلې خوايې دا هم ويلي دي، چې په دغو لاريونونو او پارونو كې له كابله لاسوهنې كېږي.

ورځپاڼه وړاندې په دې اړه ليکلي، اوس چې سيمې ته له مركز نه پلاوى استول شوى، بايد چارواكې ډېر زر د سرپل د لانجې په اړه داسې اقدامات وكړي، چې نه يوازې دغه لانجه پرې حل شي، بلكې حكومت او چارواكي بايد په دې پاتې لږ وخت كې تر ممكن حده د تكراري ناكامو تجربو له تكرار نه ډډه وكړي.

د محور ورځپاڼه بيا د خپلې نن ورځې په سرمقاله کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون څېړلى دى او د دغه تړون په اړه يې د افغانستان ملي ګټو ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه په داسې حال کې، چې د دغه تړون بېلابېل اړخونه او پايلې څېړي، په دې نظر ده، چې که افغانستان غواړي د اوږدمهال لپاره په دغه هېواد کې سوله، ثبات او ولسواکي او اقتصادي وده رامنځ ته شي، نو بايد دا ډول تړونونه لاسليک کړي.

د خدمتګار ورځپاڼه بيا تر دغه سرليک لاندې، چې واک د لانجې حل نه دى، په دې نظر ده، چې د افغان دولت مخالفان بايد د انتخاباتو له لارې حكومت ته راشي، نه له بلې لارې.

خدمتګار په دې نظر ده، چې هم په نړۍ او هم په افغانستان كې تجربې دا ثابته كړې، چې واك نه يوازې د لانجو حل نه دى، بلكې ډېر بد او تباه كوونكى هم جوړېداى شي او ليکي، چې د واك لپاره انتخابي سيستم تر ټولو كامياب او كم خطره سيستم دى، چې د هېواد اساسي قانون يې هم پخلى كړى او د سولې په خبرو كې پرې بايد په هېڅ صورت معامله ونه شي.

د ملي ارمان ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د ژمي يخنۍ او د بې وزلو وګړو حالت ته کتنه کوي او په دې اړه ليکي،  چې هره ورځ سل ګونه ښځې او ماشومان ګورو، چې لاس يې اوږد کړى او له سړو خيرات غواړي، خو د ورځپاڼې په خبره له دې سره انساني ظلم هم مل شوى، چې شتمن دي، خوسخاوتمند نه دي.

د ملي آرمان ورځپاڼه له بې وزلو سره د مرستې په اړه د اسلام د سپېڅلې دين لارښونو ته اشاره لري او په دې باور ده، چې د شتمنو خلکو له خوا له بې وزلو سره د نه مرستې لامل د اوږدمهاله جګړو له امله د خلکو د اخلاقو خرابوالۍ او د عاطفې مړينه ګڼي.

او په پاى کې دولتي ورځپاڼه هېواد بهر ته د زده کړو لپاره د افغانانو د لېږلو او تعليمي بورسونو موضوع څېړي او د دې لپاره د يوه ميکانيزم د جوړښت غوښتنه کوي.

هېواد ورځپاڼه ټينګار کوي، چې بايد بهرني تعليمي بورسونه د هېواد د ملي ګټو او د افرادو د وړتياوو او استعدادونو په پام کې نيولو سره ورکړل شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.