Language

سروې: په شمال کې ښځې د پوليسو له چلند څخه خوښې دي

مزارشريف (پژواک١٩سلواغه٩٠): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چې په شمال کې ښځې د پوليسو له چلند څخه ډېرې خوښې دي.

 د شمال په څلورو ښارونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د يوې سروې له مخې، د دغو ښارونو له هرو څلورو کسانو درې تنه د پوليسو له چلند څخه خوښ دي؛ خو د دغې سروې په ترڅ کې له پوښتل شويو کسانو څخه ۵۰ سلنه يې د پوليسو اداره سالمه نه بولي.

 د بلخ ولايت په مرکز مزاشريف ښار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د شمال زون سيمه ييز دفتر د رسنيو مرستيال تقي واحدي نن د سلواغي په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سروې يې د دغه دفتر د کارکوونکو يوولس کسيزې ډلې د مزارشريف، ايبک، شبرغان او سرپل ښارونو کې ترسره کړې ده.

 نوموړي زياته کړه، چې د ايبک ښار اوسېدونکي تر ټولو زيات له پوليسو خوښ او د شبرغان خلک تر ټولو لږ له پوليسو خوښ دي.

 د هغه په وينا، سروې د روان کال د وږي او تلې د مياشتو په اوږدو کې له ۴۱۱ تنو سره ترسره شوې، چې حکومتي چارواکي، عام وګړي او بنديان په کې شامل دي.

 واحدي وويل چې په دغز سروې کې، له ۱۹۹ ښځو او ۲۱۲ نارينه وو سره مرکې شوې دي.

 د هغه په وينا، د نارينه وو په پرتله ښځې د پوليسو له چلند څخه ډېرې خوښې دي.

 واحدي وويل، چې د مرکه شويو مېرمنو ۹۲سلنه او د نارينه وو ۷۲ سلنه د پوليسو له چلند څخه خوښ دي.

 نوموړي زياته کړه، چې د مرکه شويو کسانو ۵۴ سلنه له پوليسو خوښ نه دي.

 د هغه په وينا، دغه خلک وايي چې پوليس ورسره سم چلند نه کوي، خلک سپکوي، د پېښو پر مهال پيسې اخلي، له قانون څخه خبر نه دي، خپلوانو سره غير قانوني مرسته کوي او همدارنګه په رنجر موټرونو خلک وېروي.

 د مزاشريف اوسېدونکی عبدالکبير چې په ښار کې رسټورانټ لري، وايي چې ځينې پوليس ترې ډوډۍ خوري، خو پيسې نه ورکوي.

 نوموړي زياته کړه: ((ځينې پوليس ښه دي، خو له ځينو چې خپلې پيسې غواړو، نه يې راکوي.))

 د هغه په وينا، وس يې له پوليسو سره برابر نه دی او نه پوهېږي چې چاته شکايت وکړي.

 د مزارشريف ښار اوسېدونکی ۲۴ کلن محمداصف پژواک ته وويل، چې د امنيت په برخه کې له پوليسو څخه راضي دی؛ خو زياتوي، چې له مجرمينو پيسې اخلي.

 نوموړي زياته کړه، چې تېر کال د دوی د کورنۍ يو غړی په يوه ترافيکي پېښه پوليسو نيولی و، چې بيا د سل زره افغانيو په بدل کې يې خوشې کړ.

 د هغه په وينا، که پوليس له خلکو پيسې وانخلي؛ نو د خلکو باور به پرې ډېر شي.

 په شمال کې د پوليسو چارواکي د پوليسو نيمګړتياوې تاييدوي؛ خو وايي، چې له وړاندې ډېر بدلون راغلی دی.

 په شمال کې د ۳۰۳پامير زون قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي پژواک ته وويل، چې د پوليسو په ليکو کې ځينې نامطلوب کسان موجود دي، چې د پوليسو د نوم بدوالي لامل ګرځي.

 نوموړي زياته کړه، چې ډېری ورته کسان يې له پوليسو ووېستل او لا هم په دې هڅه کې دي.

 د هغه په وينا، په دې برخه کې د خلکو مرستې ته اړتيا ده، چې هغوی د پوليسو متخلفين ورپه ګوته کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې په مزار شريف کې نن د پوليسو له خوا د غلو ۵ کسيزه وسله واله ډله ونيول شوه.