Language

مزارشريف (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): امنيتي چارواکي وايي چې د بلخ په مرکز مزارشريف کې يې پنځه تنه د غلا په تور نيولي دي.

 د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ د جنايي پېښو امر سلطان محمد، د سلواغې په ۱۹مه، خبريالانو ته وويل چې د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يې ۵ تنه د غلا په تور نيولي دي.

 نوموړي زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو سره يې یوه کلاشينکوف، یوه مکاروف تومانچه، ۲ چريي تومانچې او ۱۳ موبايلونه نيولي دي.

 د هغه په وينا، له دغو کسانو څخه يې ۶۳ کیلوګرامه يينجه (يو ډول طبي قېمتي بوټى) او يوه د لاجوردو ګوته هم ترلاسه کړې ده.

 سلطان محمد وويل چې تورنو کسانو په لومړنيو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

 دا په مزار شريف کې په روانه اونۍ کې د غلا دوهمه پېښه ده، چې د بلخ اوسېدونکي يې اندېښمن کړي هم دي.

 د مزارشريف ښار د فقيراباد سيمې اوسېدونکي سيد حسين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې شپې وړاندې يې پر کور غله راغلي وو او ۳ قوطيه يينجه او يوه د لاجوردو ګوته يې ترې وړې وه.

 نوموړي زياته کړه، چې غله یې د امنيتي ځواکونو په مرسته د مزار شريف ښار د روضې تر څنګ يې د ده د ګوتې له مخې په نښه کړل.

 نوموړي خوښ برېښېده، خو زياته يې کړه چې د غلا وروستيو پېښو اندېښمن کړی دی.

 د يادې پېښې په تور نيول شوي تورن کسان وايي، چې د بې روزګارۍ له امله په غلا لاس پورې کوي.

 د مزارشريف ښار اوسېدونکی نورمحمد وايي، چې لومړی د ټکسي موټر چلوونکی و؛ خو چې روزګار يې سم نه چلېده، نو په غلا يې لاس پورې کړ.

 نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه يې له درې کورونو څخه غلا کړې ده.

 نورمحمد وويل: ((چې حلاله روزي پيدا نه شي؛ نو مجبوره يو چې په حرامې پسې ولاړ شو.))

 نوموړي زياته کړه، چې په خپل کړي کار پښېمانه دی او بيا به کله دا کار نه کوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم پنځه تنه له يو شخصي کورس څخه د کمپيوټرونو د غلا په تور نيول شوي وو.

Related Topics