جلال اباد (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): د ننګرهار د پوليسو له اکاډمۍ څخه د سلواغې په ٢٠مه د ٨ ولايتونو ٣٠٢ ساتنمنان تر زده کړو وروسته فارغ شول.
د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي د پوليسو اکاډمۍ قوماندان سمونوال مفادخان رحيمزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه فارغان د بدخشان، تخار، کابل او څلورو ختيځو ولايتونو اوسېدونکي وو.
نوموړي زياته کړه، چې ١٢٨ساتنمنانو په دغې اکاډمۍ کې ٤ مياشتنۍ او ١٧٤ پوليسو په ٦ اونيو کې دغه زده کړې ترلاسه کړې دي.
مفاد خان وويل: ((موږ دوى ته د عسکرۍ لومړنۍ زده کړې، ديني او ټولنيزې زده کړې او حربي تکتيکونه ور وښودل.))
د يادې اکاډمۍ يوه ښوونکي څارمن عبدالقهار نظامي پژواک ته وويل، چې له ١٣٨٣ لمريز کاله راپه ديخوا، د اکادمۍ له جوړېدو سره سم د پوليسو او ساتنمنانو پر روزلو بوخت دى.
هغه زياته کړه، چې د تعرض، جنګي تکتيک، کمين نيولو او خطرناکو وسايطو د تلاشۍ په برخه کې يې تر دغه مهاله لسګونه زره پوليس او ساتنمنان روزلي دي.
نظامي وويل: ((په ټولنه کې زموږ خپل پوليس او ساتنمنان له بهرنيو ځواکونو څخه ځکه ډېر اغېزمن دي؛ چې د خلکو په ژبه او دستور پوهېږي.))
د ننګرهار د هسکې مېنې يوه اوسېدونکي صديق الله، چې تېر کال د ننګرهار له لېسې فارغ شوى او يو له فارغو پوليسو څخه دى، پژواک ته وويل، چې له پوليسي مسلک سره يې شوق و، له تعليم وروسته يې ځکه دغه مسلک انتخاب کړ، څو خلک وپوهېږي، چې دغه يو پاک مسلک دى.
هغه زياته کړه: ((خلک داسې فکر کوي، چې پوليس بېسواده دي، بايد تعليم يافته کسان د پوليسو په ليکو کې شامل شي.))
د نوموړي په وينا، يو لوستى پوليس هېواد ته تر نالوستي پوليسه ډېر شعوري خدمت کولاى شي.
د يادونې ده، چې د ننګرهار له پوليسو اکاډمۍ څخه له ١٣٨٣کال راهيسې ٦٢زره او ٩٠ تنه فارغ شوي، چې له دې ډلې ٢٦ يې ښځې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP