ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې د موټرو کرايې دوه برابره شوې دي

author avatar
9 Feb 2012 - 16:51
author avatar
9 Feb 2012 - 16:51

پل علم (پژواک ٢٠سلواغې ٩٠): د کابل – لوګر پر لويه لار د واورې د ورېدو او پر سړک   يخک له امله په دې ولايت کې د موټرو کرايه دوه برابره شوې ده.

 خلک وايي چې د موټرو چلوونکو کرايه لوړه کړې او په همدې حال کې پر دې لويه لار ليني موټر هم کم شوي دي.

 د پل علم ښار اوسېدونکي شاکر پژواک ته وويل: ((زموږ له کلي څخه تر عمومي سړک پورې د واروې تر ورښت وړاندې کرايه ٤٠ افغانۍ وه؛ خو اوس ٨٠ افغانۍ شوې ده.))

 هغه زياته کړه چې د لارې په  اوږدو کې د موټرو شمېر کم شوى او خلک اړ دي، چې مرکز ته د تلو راتلو لپاره بايد ساعتونه د موټر په انتظار وي.

 هغه زياته کړه، چې ټول سړکونه يخک دي او موټر چلوونکو له دې فرصت نه په ګټې اخيستنې سره کرايه لوړه کړې ده.

 شاکر وويل: ((موټر چلوونکي د خلکو له مجبوريت نه په ناوړې ګټې اخيستني کرايه زياته اخلي.))

 د پل علم ښار يوه بل اوسېدونکي جمشېد، په داسې حال کې چې د کابل –لوګر د لويې لارې د موټرو کرايې د زياتوالي په لامل نه پوهېده، زياته يې کړه چې له کابل څخه لوګر ته کرايه ١٢٠ افغانۍ وه؛ خو له يوې اونۍ راپدېخوا دغه کرايه ٢٢٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

 هغه زياته کړه: ((که لوړه کرايه ورنه کړو، نو مجبور يو چې ساعتونه په دې سړه هوا کې د موټرو په انتظار تېره کړو.))

 خو د لوګر ولايت د ترافيکو مدير سرڅارمن عبدالرحمن، تر يوه حده ومنله چې د موټرو کرايه لوړه شوې ده؛ خو ويې ويل چې د نقليه وسايطو پر کرايو بشپړ کنټرول لري.

 هغه زياته کړه: ((موږ کنټرول لرو، خو يو شمېر موټر چلوونکي له دې امر څخه سرغړونه کوي.))

 هغه د وسايطو کموالى يوازينۍ ستونزه وګڼله چې د دې لامل شوې، ترڅو مسافر ډېر شي او د موټرو چلوونکي له دې وضعيت څخه ناوړه ګټه واخلي.

 سرچينې زياته کړه، چې د هوا د سوړوالي او د سړکونو د يخک له امله، د موټرو مصرف زياتېږي او چلوونکي اړ دي چې تر يوه حده کرايه زياته کړي.

 د لوګر د ترافيکو مدير وويل، چې له سرغړوونکو موټر چلوونکو سره به جدي چلند وکړي.

 خو يو شمېر موټر چلوونکي بيا وايي، چې ترڅو د سړکونو يخکونه له منځه نه وي تللي او د هوا سوړوالی نه وي کم شوى، کرايه نه شي کمېداى.

 عبدالله چې د کابل –لوګر پر لاره موټر چلوي، پژواک ته وويل: ((نه شو کولاى چې ټول مصرفونه په خپله غاړه واخلو او له ګټې پرته کار وکړو.))

 هغه زياته کړه، د ژمي په موسم کې د موټر مصرف زياتېږي او مجبور دي، چې کرايه زياته کړي او د دې موسم په تېرېدو سره دا بېرته خپل عادي حالت ته راګرځي.

 د دې موټر چلوونکي د څرګندونو پربنسټ، د سړکونو د يخک له امله دوى مجبور دي، چې په کم سرعت او د زياتو تېلو په مصرف دغه لاره ووهي، چې په همدې دليل د هغوى لګښتونه هم زياتېږي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.