ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې د ملي پيوستون پروګرام بيا پيلېږي

ښرنه:(پژواک٢٠سلواغه٩٠): د کليو د پراختيا او بيارغونې وزير وايي چې په پکتيکا ولايت کې به له دوه نيم کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا د ملي پيوستون پروګرام پيل شي.

 د کليو د پراختيا او بيارغونې وزير جارالله منصوري، نن پکتيا ولايت ته په خپل سفر کې يوې جوړې شوې غونډې ته د وينا پرمهال، ومنله چې ياد شوى وزارت په پکتيکا ولايت کې د ملي پيوستون او د دې وزارت د نورو پروګرامونو او کارونو په پلي کولو کې پاتې راغلى دى.

 منصوري زياته کړه، چې اوس دې وزارت يو ځل بيا له نړيوالو څخه ۱،۶ مليارد ډالر بوديجه ترلاسه کړې ده.

 د جاروالله په خبره، د روان کال د وري په مياشت کې به په ټول افغانستان او په پکتيکا کې د ملي پيوستون د دويم پړاو ترڅنګ څلور نور پروګرامونه پيل کړي.

 هغه وويل، دا ځل به په دغو پروګرامونو کې په پکتيکا کې هغو ټولو کارونو ته پاملرنه وکړي، چې په تېرو څو کلونو کې ترې پاتې شوي او نه دي تر سره شوي.

 منصوري زياته کړه، چې دغه ولايت ته يې د راتګ موخه د دې ولايت د خلکو د ستونزو له نږدې معلومول او په راتلونکي کال کې د خپل وزارت د پنځو پروګرامونو (ملي پيوستون، د اوبو رسولو پروګرام، د کليو د لارو جوړول، د سيمه ييزې پراختيا او د کليو په کچه د لاسي صنايعو د جوړولو پروګرام) د پلي کولو په برخه کې سلامشورې کول و.

 په ياده غونډه کې د پکتيکا والي محب الله صميم وويل، چې په پکتيکا کې د ملي پيوستون پروګرام له دوه نيمو کلونو راهيسې په ټپه درېدلى و.

 صميم زياته کړه چې دغه پروګرام وروسته له هغه په ټپه ودرېد، چې کله په پکتيکا کې نږدي څلورلس ميليونه افغانۍ له يوه کس هغه مهال ورکې شوې، چې دغه پيسې يې پکتيکا ته لېږدولې.

 والي وويل چې اوس دلته د کابل بانک او افغانستان بانک نمايندګۍ فعالې دي او هغه ټولې ستونزې چې د دغه پروګرام مخه يې ډب کوله، له منځه تللې دي.

 غونډې ته په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازو نادرخان کټوازي او محمود سليمانخېل هم خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې ياد شوي وزير ته د دې ولايت يو لړ ستونزې وړاندې کړې.

 پکتيکا د هېواد په سوېل ختيځ کې پروت سرحدي ولايت دي، چې مساحت يې ۱۹۶۰۰  کيلو متره مربع دى، چې په ۲۴ رسمي او غيري رسمي ولسواليو کې شاوخوا ۲۳۰۰ کلي شتون لري.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.