Language

دريو تسليم شوو وسلوالو طالبانو شپږ اربکيان وتښتول

مزار شريف (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): په بلخ ولايت کې دولت ته تسليم شوي درې وسلوال مخالفين بېرته طالبانو ته ور اوښتي او له ځان سره يې شپږ اربکي پوليس هم بيولي دي.

دا پېښه پرون د بلخ د چمتال ولسوالۍ د البرز په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د چمتال ولسوالۍ جنايي مدير محمدظاهر د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څه موده مخکې د وزير ميده په نوم د يوه طالب قوماندان په مشرۍ لس کسيزه مخالفه ډله په دې ولسوالۍ کې دولت ته تسليم شوې وه.

هغه زياته کړه، چې د دې ډلې درې غړي پرون بېرته طالبانو ته ور اوښتي او له ځان سره يې له سيمې شپږ اربکي پوليس هم تښتولي دي.

جنايي مدير وايي، د ولسوالۍ پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه يې کوم پرمختګ نه دى کړى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې د چمتال ولسوالۍ په البرز سيمه کې يې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٦دولتي عسکر ژوندي نيولي دي.

هغه زياته کړې، چې له دغو عسکرو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.