کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): د افغانستان د (افغان تاجک) په نفتي حوزې کې د شته نفتي توکو د کچې معلومولو کار روان دى او په پام کې ده، چې د کب په ١٧مه نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي .
دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزارت وياند جواد عمر د سلواغې په ٢٢ مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
دغه نفتي حوزه د هېواد په شمال او شمال ختيځو سيمو کې موقعيت لري.
جواد عمر وويل، په دغو نفتي حوزه کې د نفتو د کچې د معلومولو کار د يوې کاناډايي کمپنۍ له خوا د مرغومې په ١٧مه پيل او د کب په ١١مه به پاى ورسېږي.
شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د کانونو وزير وحيدالله شهراني پژواک ته ويلي و، چې په افغانستان کې د پخواني شوروي له خوا په ١٩٨٠ لسيزه کې د شوې سروې له مخې، (د اموسيند او افغان تاجک) په نفتي حوزو کې ١٥ تريليون متره مکعب نفتي توکي اټکل شوي دي.
دغه راز د هغه د معلوماتو له مخې ، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د هېواد په شمال کې د امو سيند د نفتو په حوزه کې ٨٧ ميليون بېرله نفت اټکل شوي ، خو کېداى شي چې دغه کچه تر شوي اټکل څو برابره لوړه وي او هلته اوبلن ګاز هم شتون ولري.
د آمو سيند د نفتي حوزې د تېلو استخراج او اکتشاف تړون د مرغومې په ٧ مه د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) تر منځ لاسليک شو .
يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.
دغه راز د معتبرو نړيوالو بنسټونو څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې د نفت او ګازو شپږ لويې حوزې ، د امو سيند د حوزې، د افغان تاجک د نفتي حوزې، د کشکه د نفتي حوزې، په هرات کې د تېرپل په نوم نفتي حوزې، د کټواز د نفتي حوزې او د هلمند د نفتو حوزې ) شتون لري.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د ١٣٩١ کال په دوبي کې په هرات کې د ( تيرپل ) په نوم د نفتو حوزه هم نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندي شي .
دغه مهال په افغانستان کې د نفتو استخراج نشته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP