Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل په لویدلې چورلکه کې څلور تاجکستاني اتباع وژل شوي

کلات ( پژواک ۲۲ سلواغه ۹۰ ) د زابل په ولایت کې د ایساف یوه قراردادي چورلکه غورځيدلې چې له امله یې د دغې چورلکې څلور واړه عمله وژل شوي دي .

په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر دسلواغې په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پيښه نن په زابل ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچیني د معلوماتو له مخې چې لویدلې چورلکه پوځي نه بلکه ملکي  وه او  د سوپریم په نوم په یوې کمپنۍ پوري یې اړه درلوده.

د سوپریم کمپنۍ د اړیکو دفتر هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې یاده پيښه تایید کړې ده او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده  .

سرچینې زیاته کړه چې د دوی اړونده یوه هلیکوپترې نن د زابل په غربي سیمو کې سقوط کړی دی او له امله یې د دغې الوتکې څلور واړه عمله وژل شوي دي

د سرچیني د معلوماتو له مخې چې لویدلې الوتکه EY-106 ده او وژل شوي اتباع یې د تاجکستان د هیواد وګړي دي.  

د سوپریم کمپنۍ د اړیکو د دفتر له مخې چې غورځیدلې چورلکه کې د امریکايي پوځيانو لپاره اوبه او خوراک لیږدول کیدل

یاده سرچینه وايي چې د پيښي د رامنځ ته کیدو د عواملو په اړه د دوي پلټنې رواني دي خو داسي ښکاري چې کوم بل څوک په پيښه کې لاس نه لري

په زابل کې دولتي چارواکي تراوسه پوري د پيښي اړه بې خبري ښيي

د دولت کومې مخالفې ډلې هم تر اوسه پوري د پيښي په اړه څه ندي ویلي

د یادولو وړ ده چې نن د زابل ولایت د مرکز کلات تر څنګ په یو شمیر سیمو کې د واورو سخت اورښت د شاوخوا پنځو ساعتونو لپاره دوام درلود او کیدای شي د خرابې هوا له امله دا چورلکه غورځیدلې وي.

يادونې وړ ده چې تېره اونۍ په پکتيکا ولايت کې هم د ايساف يوه چورلکه غورځېدلې وه او تېره مياشت په هلمند ولايت کې د ايساف د يوه قراردادي ملکي چورلکې د لوېدلو له امله يې درې امريکايي کارکوونکي مړه شوي وو.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.